لاس رسیدونکی لینک

پیرس کې جان کیري د فلسطیني مشر محمود عباس سره لیده کاته


د امریکې خارجه وزیر جان کیري د فرانس سرښار پیرس کې د فلسطیني صدر محمود عباس سره لیده کاته د جان کیري د هغه کوششونه برخه ده چې هدف يي فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ امن مذاکرات بیا شورو کول او د فریقینو ترمنځ د امن چوکاټ برابرول دي
د امریکې خارجه وزیر جان کیري د فرانس سرښار پیرس ته رسیدلی چرته چې هغه د فلسطیني صدر محمود عباس سره منځني ختیز کې د امن په موضوع خبرې اترې کوي.
د شورو په ورځ د دواړو مشرانو لیده کاته د جان کیري د هغه کوششونه برخه ده چې هدف يي د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د امن مذاکرات بیا شورو کول او د فریقینو ترمنځ د امن دپاره چوکاټ برابرول دي.
د دریو کالو د ځنډ ورسته فلسطیني او سرائیلي مرکچیانو تیر کال د جولائي په میاشت کې مذاکرات وکړل خو په خبرو اترو کې د فریقینو ترمنځ د ژورو اختلافاتو او بد اعتمادۍ په سبب څه پرمختگ نه دی شوی.
د کوټلې پرمختگ نه کیدو پرته هم اسرائیلي او فلسطیني مشرانو په راتلونکو نهو میاشتو کې د خبرو اترو لړۍ جاري ساتلو باندې اتفاق ترلاسه کړو چې میعاد يي د اپریل په میاشت کې ختمیدونکی دی.
په ابتدائي خبرو اترو کې اسرائیل د فلسطیني قیدیاتو ازادولو ته اماده شو خو فلسطینیانو د خبرو اترو جارو ساتلو د پاره د اسرائیل د ابادکارۍ د بندولو غوښتنې نه لاس په سر شو.
پیرس کې به جان کیري د فرانس خارجه وزیر لوان فیبیوس او د اردن خارجه وزیر نصیر جوده سره هم لیده کاته کوی.
پیرس ته د رسیدو وړاندې جان کیري د تیونس په دوره وو چرته چې هغه د تیونس صدر منصف مرضوکې سره ولیدل. جان کیري د تیونس صدر ته وویل امریکا "د انتقال اقتدار لپاره ستا د سوچ نه ډک اقداماتو ستائنه کوي."
جان کیري وویل د تیونس نوی ائین سېمه کې د نورو هیوادونو د پاره مثال گرځیدلی شي. د تیونس ائین سازې اسمبلۍ د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې نوی ائین منظور کړی چې د جان کیري په قول د مساوات، ازادۍ، امنیت، د معاش د مواقعو او د قانون عملدارۍ غوندې جمهوري اصولو باندې ولاړ دی.
نوي ائین تیونس نه یو جمهوري ریاست جوړول غواړي چې بنیاد يي په اسلامي قوانینو نه وي. خو د حکومت ځېنې مخالفین وايي نوي ائین کې د زنانه ؤ د تحفظ دپاره کافي مادتې نشته.
XS
SM
MD
LG