لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیري: امریکا به عراق ته عسکر نه لیږي


جان کیري د فلسطیني مرکچي صائب ارکات سره
جان کیري د فلسطیني مرکچي صائب ارکات سره
د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلې د القاعده وسله والو خلاف جنگ کې د عراقې حکومت ملاتړ کوي خو هیواد ته به امریکائي عسکر نه لیږي.
د اتوار په ورځ خپله وینا کې جان کیري وویل د القاعده خلاف جنگ د عراق خپله جگړه ده خو امریکا به هلته ځواکونه پرځائې کیدو دپاره نه لیږي. القاعده د عراق انبار صوبه خپله ولکه کې اخېستې ده.
جان کیري یروشلم کې اردن ته د تگ نه وړاندې خبرې اترې کولې. د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن کوششونو په لړ کې به جان کیري د سعودي عرب دوره هم کوي.
د منځني ختیز د دورې په مهال هغه د اسرائیل وزیراعظم بنجمن نیټن یاهو او فلسطیني صدر محمود عباس سره خبرې اترې کړې دي.
جان کیري وائي منځني ختیز د امن په عمل کې يي پرمختگ کړی دی خو لا نور کار هم پکار دی. هغه امید څرگند کړو چې اسرائیلي او فلسطیني مشران د امن معاهدې په چوکاټ موافقه ترلاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG