لاس رسیدونکی لینک

امریکا کې کانگرس د انتخاب دپاره ووټونه اچول کیږي


د ١٠٠ چوکو ایوان سنیټ کې دا وخت د صدر براک اوباما د واک من گوند ډیموکریټک پارټۍ اکثریت دی او ٥٥ چوکۍ يي په لاس کې دي. خو ریپلیکن پارټي په موجوده انتخاباتو کې د سنیټ اکثریت هم ترلاسه کولی شي

د امریکې د کانگرس دواړو ایوانونوسنیټ او ایوان نمائندگان یا هاوس اف ریپریزینټیټوز د غړو د انتخاب د پاره د نهې یا سه شنبې په ورځ ووټونه اچول کیږي او تجزیه کار انتخاباتو کې د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټي په تیرو لسو کلونو کې په وړمبي وار کانگرس کې د اکثریت ترلاسه کولو اټکل کوي.

ریپبلیکن پارټي په عامه توگه زاړه پاله گوند گڼلی کیږي او د ۴٣٥ چوکو هاوس او ریپریزینټیټویز کې يي ٢٣٣ چوکۍ په لاس کې دي. گوند په دغه چوکو کې نوره اضافه ه کولی ‍شي.

سرښارواشنگټن سره نزدې ووډ برج کې د یو پولنگ سټیشن منظر
سرښارواشنگټن سره نزدې ووډ برج کې د یو پولنگ سټیشن منظر

د ١٠٠ چوکو ایوان سنیټ کې دا وخت د صدر براک اوباما د واک من گوند ډیموکریټک پارټۍ اکثریت دی او ٥٥ چوکۍ يي په لاس کې دي. خو ریپلیکن پارټي په موجوده انتخاباتو کې د سنیټ اکثریت هم ترلاسه کولی شي.

موجوده انتخاباتو کې د ایوان نمائندگان د ټولو چوکو او د سنیټ دریمه برخه چوکو دپاره ووټونه اچول کیږي.

صدر براک اوباما په کال ٢٠١٢ کې په دویم وار صدارت دپاره منتخب شوی خو په اولس کې يي د خوښې کچه ۴٠ فیصد ته غورځیدلې ده نو ځکه اټکل کیږي چې ریپبلیکن پارټي سنیټ کې هم چوکۍ ترلاسه کولی شي.

ورستۍ نظر پوښتنې ښائي ریپبلیکن امیدواران به په ویسټ ورجینیا، ساوت ډکوټه او مانټینا ریاستونو کې په اسانه خپلې چوکۍ وگټي. دغه ریاستونو نه دا وخت ډیموکریټک غړي منتخب شوي دي.

واشنگټن سره نزدې د ووډ برج یو سکول کې قائم د یو پولنگ سټیشن بهرنی منظر
واشنگټن سره نزدې د ووډ برج یو سکول کې قائم د یو پولنگ سټیشن بهرنی منظر

که څه هم حتمي نتائج به په څو ورځو کې ښکاره کیږي خو په آیوه، کالراډو او الاسکا ریاستونو کې هم د سنیټ د ریپبلیکن پارټۍ امیدوارانو د گټي اټکل کیږي.

د جنوبې سېمې په جارجیا او لویزیانه ریاستونو کې مقابله سخته ده او گڼلی کیږی چې هلته به ووټونه دویم پړاو ته واوړي.

سنیټ کې د ریپبلیکن پارټۍ مشر مچ مکانل چې کینټکي ریاست کې بیا انتخاب دپاره د سختې مقابلې سره مخامخ دی د خپل گوند د کامیابۍ په هکله پرامید وو. لوي ویل کې د گل یا دو شنبې په ورځ خپله وینا کې هغه وویل کامیابي ورته په نظر راځي.

که څه هم ووټونه نه وړاندې د نظر پوښتنو د کره والي په هکله مختلفې رائې موجود دي خو ځېنې تجزیه کار وايي د ریپبلیکن پارټۍ سنیټ کې د اکثریت ترلاسه کولو ٧٠ فیصد امکان لري.

XS
SM
MD
LG