لاس رسیدونکی لینک

لندن کې د امريکا په مشرۍ د داعش په ضد د اتحاديانو غونډه کيږي


غونډه کې د فرانس خارجه وزير لورافابيوس او د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي په گډون د ۲۰ اتحادي غړو هېوادونو نمائندگان گډون کوي .

په لندن کې نن د زيارت په ورځ د امريکې د خارجه وزير جان کېري او برطانيې د خارجه وزير فلپ هيمنډ په کوربه توب کې د داعش ډلې په ضد د جوړ نړيوال اتحاد غونډه کيږي . او په دغې غونډه کې به د اتحادي غړو هېوادونو نمائندگان داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د اتحاد د پرمختگ او تگ لارې په اړه خبرې اترې کوي .

د امريکې د خارجه محکمې يو لوړ پوړې چارواکي وئيلي ، چې په دغې مذاکراتي غونډه کې د فرانس خارجه وزير لورافابيوس او د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي په گډون د ۲۰ اتحادي غړو هېوادونو نمائندگان گډون کوي .

د اتحادي هېوادونو د وزيرانو وروستۍ غونډه په دسمبر کې شوې وه ، او په هغې کې د پينځه نکاتي منصوبې منظوري ورکړی شوې وه .

په دغو پينځه ؤ نکاتو کې د عراقي ځواکونو تشکيل ، د بهرهېوادونو نه د جنگيالو د راتگ مخه نيول ، جنگيالو ته د مالي مرستو رسولو ودرؤل ، د هغويې د نظريې مخالفت او د انساني ضرورتونو د ستونزو هوارول شامل وو .

د خارجه محکمې چارواکي وئيلي ، د امريکې په مشرۍ فضائي عملياتو د جنگيالو مخ په وړاندې تگ ودرولی دی ، په زرگونو جنگيالي يې پکې وژل شوي او هغويې خپل دفاعي پوزيشن ته ديکه کړی شوي دي .

د چارواکي ترمخه د راتلونکي پړاؤ مقصد عراقي ځواکونه دي ، په ځانگړې توگه د هغويي تربيت او هغويي ته د سازوسامان رسولو دپاره به د يو ارب ۶۰ کروړه ډالرو ورکولو ضرورت وي .

راپورونه وايي د عراقي وزيراعظم العبادي دپاره هم دا ترجيحي مسله ده ، نوموړي د غونډې نه وړاندې اېسوسي اېټډ پرېس (ای پي) ته وئيلي ، چې پوځ تربيت او وسلې ته فوري اړتيا لري ، ځکه چې د هغه په وينا د زمکني جنگ نه بغېر گټه ترلاسه کول ممکن نه ده .

د امريکې د خارجه وزارت چارواکي وئيلي ، د غونډې په مهال به د غېرملکي جنگيالو معامله په دوه حوالو يوه مهمه موضوع وي ، يوه دا چې جنگيالي د کومو ملکونو نه راځي او هغويې په کومو ملکونوتېريږي او د داعش د جنگيالو سره يو ځايې کيږي .

بل لور ته هلته په شمالي عراق کې جگړه روانه ده ، او د کُرد جنگيالو وينا ده چې د دولت اسلامي په ضد يو ٫٫ ډېره غټه حمله ٬٬ شورو شوې ده .

عراق او شام کې د فعاليت لرونکې دولت اسلاميه ډلې په ضد د امريکې په مشرۍ د فضائي عملياتو پېل د اگست په مياشت کې شوی ؤ ، او په ستمبر کې فضائي حملې شام کې هم د داعش په ځالو زياتې کړی شوې وې .

د ايران وزيراعظم وئيلي ، چې د پينټاگان د شمېرې ترمخه د هغويې په ملک کې شوې نزدې ۱۰۰۰ فضائي حملې ډېرې موثره وې .

XS
SM
MD
LG