لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په لاس ویگس ښار کې حمله کونکي ٥٨ تنان وژلي


داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه وا‏ري په غاړه واخیسته او وې ویل یو "عسکر" چې څو میاشتې وړاندې یې اسلام قبول کړی و دغه حمله کړې ده. ډلې خو نور څه ثبوت نه دی وړاندې کړی. د امریکې د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ویلي په سمدستي توگه يې د حمله کونکي د کومې نړي والې ترهگر ډلې سره د تعلق تعین نه دی کړی خو تحقیقات جاري دي
داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه وا‏ري په غاړه واخیسته او وې ویل یو "عسکر" چې څو میاشتې وړاندې یې اسلام قبول کړی و دغه حمله کړې ده. ډلې خو نور څه ثبوت نه دی وړاندې کړی. د امریکې د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ویلي په سمدستي توگه يې د حمله کونکي د کومې نړي والې ترهگر ډلې سره د تعلق تعین نه دی کړی خو تحقیقات جاري دي

د امریکې د نیواډا ریاست په لاس ویگس ښار کې یو مسلح حمله کونکي د موسیقۍ په محفل ډزې کړي دي او پولیس وايي لږ تر لږه ٥٨ تنان یې وژلي او د ٥٠٠ نه زیات نور کسان یې زخمیان کړي دي.

د اتوار، یکشنبې، په ماښام شوي دا د امریکې په تاریخ کې د قتل عام تر ټولو خونړۍ پیښه ده او صدر ډانلډ ټرمپ وویل دا حمله د "بدۍ" اقدام دی.

د گل، دوشنبې، په ورځ قام ته خپل پیغام کې صدر ټرمپ وویل د وژل شوو کسانو په ماتم کې به قامي بیرغ نیم کښو ځوړند وي.

د لاس ویگس د پولیس مشر جوزف لیمبارډو خبریالانو ته وویل حمله کونکی د مینډلی بی په نوم هوټل او کیسنو یا د جوارۍ د مرکز په ٣٢ منزل موجود وو او د سړک نه پورې غاړه د موسیقۍ په کانسرټ یې ناتاره ډزې پیل کړې.

په کانسرټ کې ٢٢٠٠٠ کسان موجود وو.

ښاغلي لیمبارډ وویل حمله کونکی پولیس په ډزو ویشتی او د هغه د هوټل د کوټې نه په گڼه شمیره کې وسله ترلاسه کړي ده.

پولیس د وژل شوي حمله کونکي تن شناخت د سټیون پیډک په نوم کړی دی چې په عمر ٦۴ کلن و او مقامي وسیدونکی و. پولیس ویلي د هغه کور به هم لټول کیږي.

پولیس حمله کونکی د هوټل په کوټه کې مړ موندلی او گمان کوي چې ځان یې خپله وژلی دی.

جوزف لیمبارډو وویل پولیس یوې زنانه ته هم رسیدلي دي چې گمان پرې کیږي چې حمله کونکي سره په کوټه کې پاتې شوي وه.

په وژل شوو کسانو کې د پولیس افسران هم شامل دي خو د حملې په وخت په ډیوټۍ موجود نه وو.

داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه وا‏ري په غاړه واخیسته او وې ویل یو "عسکر" چې څو میاشتې وړاندې یې اسلام قبول کړی و دغه حمله کړې ده. ډلې خو نور څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د امریکې د مرکزي حکومت تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ویلي په سمدستي توگه يې د حمله کونکي د کومې نړي والې ترهگر ډلې سره د تعلق تعین نه دی کړی خو تحقیقات جاري دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG