لاس رسیدونکی لینک

د امریکا خارجه وزیر جان کیري د تیونس په سفر دی


ددې میاشت په شورو کې تیونس نوی آئین منظور کړو چې مبصرین يي په عرب نړۍ کې تر ټولو پرمخته تلونکی بولې خو د حکومت مخالفین وايي نوي آئین کې د زنانه ؤ د حقوقو د تحفظ دپاره ډیر څه نشته
د امریکا خارجه وزیر جان کیري د حکومتي چارواکو سره خبرو اتور د پاره تیونس ته رسیدلی دی، په داسې مهال چې درې کاله وړاندې د عرب پاسون شورو کیدو ورسته هلته د انتقال اقتدار مرحله روانه ده.
ټاکل شوي ده چې جان کیري به د نهې په ورځ د تیونس صدر منصف مرضوکي او وزیراعظم مهدي جمعه سره لیده کاته کوي. تیونس ته د جان کیری دسفر د وړاندې نه اعلان نه وو شوی.
ددې میاشت په شورو کې تیونس نوی آئین منظور کړو چې مبصرین يي په عرب نړۍ کې تر ټولو پرمخته تلونکی بولې خو د حکومت مخالفین وايي نوي آئین کې د زنانه ؤ د حقوقو د تحفظ دپاره ډیر څه نشته.
نوی آئین د اسلامي قوانینو په بنیاد تیونس یو جمهوري ریاست جوړلو غواړي.
د ملگرو ملتون مشر بان کې مون تیره میاشت هم د نوي آئین په جوړولو د تیونس ستائنه وکړه او ویې ویل هغه یقین لري چې تیونس د هغه نورو هیوادونو دپاره یو مثال جوړیدی شي څوک کې د اصلاحاتو خواهش مند دي.
کیرې هم تیره میاشت د تیونس ستائنه کړې وه. هغه وویل نوی ائین او د موقتي حکومت قیام تاریخي سنگ میلونه دي چې تیونس ترې د جمهوریت په لورې سفر کې تیر شوی دی.
هغه په حکومت غږ وکړو چې د انتخاباتو دپاره دې زر تر زره نیټه اعلان کړي چې دا رنگ د تیونس اولس د نوي مشرانو او د خپل ائنده ټاکنه وکړي.
تیونس ته د رسیدو وړاندې جان کیرې د متحده عرب اماراتو دوره هم وکړه او هلته يي چارواکو سره د شام په صورتحال، د ایران ایټمي پروگرام او د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن په مذاکراتو خبرې اترې وکړي.
تیونس نه به جان کیري د فرانس سرښار پیرس ته ځي او د شورو په ورځ به هلته فلسطیني مشر محمود عباس سره خبرې اترې کوي.
د تیرو څو میاشتو راهسې جان کیري د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د مذاکراتو شورو کولو کوششونه کوي. تیر کال د جولائي په میاشت کې فریقینو د درې کال ځنډ ورسته خبرې اترې وکړې خو څه ډیر پرمختگ پکې نه ښکاري.
XS
SM
MD
LG