لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیري عراق کې د پراخ بنیاده حکومت غوښتنه کوي


سنې وسله والې ډلې اي ایس اي ایل په بغداد د یرغل دړکه کړې خو د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکې د گل په ورځ ویلي د سرښار په لورې د ډلې پرمختگ رفتار د سست روۍ ښکار شوی دی
سنې وسله والې ډلې اي ایس اي ایل په بغداد د یرغل دړکه کړې خو د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکې د گل په ورځ ویلي د سرښار په لورې د ډلې پرمختگ رفتار د سست روۍ ښکار شوی دی
د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټری اف سټیټ جان کيري په غیر اعلانیه سفر عراق ته رسیدلی چرته چې حکومت د سني وسله والو سره مخ دی چې د هیواد په غربي او شمالي برخو کې يي په لویه کچه سېمې نیولې دي.
جان کیري د گل په ورځ بغداد ته رسیدلی. هغه به د وزیراعظم نوري المالکي سره سره کرد او سني مشرانو سره جدا جدا لیده کاته کوي.
جان کیري به نوري المالکي ته دا غوښتنه تکراروي چې خپل شیعه اکثریتي حکومت کې دې نورو فرقو ته هم نمائندگي ورکړي. عراقي وزیراعظم باندې دا تنقید کیږي چې سنیان او کردان يي په سیاسي توگه نظر انداز کړي چې په نتیجه کې يي هیواد کې تاو تریخوالی راپاریدلی دی.
په داسې وخت چې عراق د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لوینټ یا امارات اسلامي فې العراق و الاشام د خطر سره مخامخ دی، جان کیري د اتوار په ورځ مصر کې د عراق په موضوع مصري او د اردن مشرانو سره خبري اترې وکړې.
قاهره کې خبریالانو سره خبرو اترو کې جان کیري وویل که چرې عراق زیات پراخ بنیاده حکومت قائمول غواړي نو امریکا به يي په دې لړ کې مرسته کوي.
سنې وسله والې ډلې اي ایس اي ایل په بغداد د یرغل دړکه کړې خو د امریکې د خارجه وزارت یو چارواکې د گل په ورځ ویلي د سرښار په لورې د ډلې پرمختگ رفتار د سست روۍ ښکار شوی دی.
امریکې بغداد ته د ٣٠٠ پوځي صلاحکارانو د لیږلو فیصله کړې خو عراق ته يي د جنگي دستو لیږلو امکان رد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG