لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انسانانو قاچاق د موجوده وخت سنگینه مسله ده، جان کیري وايي


خارجه وزیر جان کیري د انساني قاچاق په اړه رپورټ شائع کړو
خارجه وزیر جان کیري د انساني قاچاق په اړه رپورټ شائع کړو

د امریکې خارخه وزیرجان کیري ویلي د انسانو په غیر قانوني توگه د یو ځای نه بل ځای ته لیږل یا انساني قاچاق د وړاندې په مقابله زیات سنگین شکل اخیتار کړی دی او په موجوده وخت کې د ٢٠ میلین نه زیات خلک د جدید په غلامۍ کې ښکیل کیږي.

جان کیري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په واشنگټن کې د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د کال ٢٠١٦ دپاره د انسانانو د قاچاق په اړه د یو رپوټ د شائع کیدو په موقع وینا کوله.

رپورټ د شائع کیدو دستورې ته وینا کې جان کیري وویل کله چې د انسانانو د قاچاق ذکر کیږي نو دا په اصل کې غلامۍ خبره وي او د موجوده دور په غلامۍ کې ٢٠ میلینه خلک ښکیل کیږي.

د دستورې ورسته وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې انساني قاچاق د مخنیوي دپاره د امریکې سفارتکاري سوزن کوپیج وویل دداعش وسله واله ډله هم په انساني قاچاق کې ککړتیا لري.

سوزن کوپیج زیاته کړه د انساني قاچاق نه زیاته سنگینه خبره دا ده چې د داعش د جگړې له امله خپله گڼ شمیر خلک په خپلو کورنو پریښودو مجبوریږي او بیا دا بې کوره خلک د قاچاق برانو منگولو ته ورځي.

په دستوره کې پاکستانۍ میرمن سیده غلام فاطمه ته د جبري مشقت خلاف د هغې په کوښښونو ایوارډ ورکړی شو. وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې غلام فاطمه وویل په سلگونو زرگونو خلک په جبري مشقت کې ښکیل دي چې زیاتره د خښتو په بټو کې کار کوي. ددې نه علاوه هغې وویل په زراعت او ځینې صنعتونو کې هم د خلکو نه په جبري توگه مشقت اخیستل کیږي.

میرمن فاطمه وویل پاکستان د خبري مشقت خلاف اته نړي والې معاهدې لاس لیک کړې دي خو بیا هم ددغه قوانینو خلاف ورزي کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG