لاس رسیدونکی لینک

صدر اوباما وايي قامي اتحاد، انساني حقوقو به کینیا د ترقۍ په لارې بوځي


هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ صدر اوباما د کینیا صدر اوهورو کینیاټا سره مشترکه خبري کانفرنس ته وینا هم وکړه

د امریکا صدر براک اوباما د کینیا خپل دوه ورځنی سفر سر ته رسولی دی او ویلي يي دې کینیا د خطراتو او مواقعو په څلور لارې ولاړ هیواد دی.

د کینیا د ائنده په اړه صدر اوباما د خپلو خیالاتو څرگندونه د هیواد سرښار نیروبې کې په یو تقریر کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ وکړه. کینیا د صدر اوباما د پلار هیواد دی. کینیا ته د دورې په مهال امریکائي صدر د وطن بچی ورگرځولی شو.

صدر اوباما کال ١٩٦٣ کې د برطانۍ د واکمنۍ نه ازادۍ ورسته موده کې د کینیا د پرمختگ او هیواد کې د خانه جنگۍ د خاتمې ستائنه وکړه. هغه وول د کینیا اولس غوره انتخاب کړی دی او د کرکې او نفرت تیر وختونه يي د پامه غورځولې دي.

امریکائي صدر اوو کینیا د قامي یوالې، جمهوریت او د اقتصادې پرمختگ د لارې ترقي کولی شي.

هغه وویل کینیا تر هغه وخت ترقي نشې کول ترڅو خپلو زنانه ؤ ته مساوي حقوق ور نه کړي او ورسره د دویمې درجې د شهري سلوک ختم نه کړي.

هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ صدر اوباما د کینیا صدر اوهورو کینیاټا سره مشترکه خبري کانفرنس ته وینا هم وکړه.

صدر اوباما وویل د ښاغلي کینیاټا پلار او د هغه پلار یوبل پیژندل او په هغه وخت به د هغوي دپاره دا تصور کول گرانه وه چې ځامن به يوه ورځ د صدرانو په توگه د یو بل سره ناست وي.

صدر اوباما دا خبره هم په ټوکه کې وکړه چې د امریکا کې د هغه مخالفین وايي کینیا ته د زیږیدنې خپل سند ترلاسه کولو دپاره راغلی دی، چې هغه الزاماتو ته اشاره وه چې د هغه مخالفینو به پکې وویل براک اوباما د امریکې شهري نه دي نو ځکه په ائین ترمخه د هیواد صدر نشې جوړیدی.

صدر کینیاټا چې د کینیا د پخواني صدر جما کینیاټه زوی دی، د ١٩٥٠ د هغه تگ لارې هرکلی وکړو چې ترمخه يي د کینیا د کالج طالب علمان په وظیفو لیږلی شوې وو چې پکې د صدر اوباما پلاره هم شامل وو

XS
SM
MD
LG