لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: شام کې کیمیاوي وسلې حمله د انسانیت سپکاوی دی


د صدر ټرمپ او شاه عبدالله په وایټ هاوس لیده کاته. د صدر ټرمپ میرمن ملینیه ټرمپ او د شاه عبدالله میرمن ملکه رانیه ورسته ولاړې دي
د صدر ټرمپ او شاه عبدالله په وایټ هاوس لیده کاته. د صدر ټرمپ میرمن ملینیه ټرمپ او د شاه عبدالله میرمن ملکه رانیه ورسته ولاړې دي

د امریکې په سفر د اردن شاه عبدالله سره په وایټ هاوس کې د شورو، پنجشنبې، په ورځ د لیده کاته په وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل په شام کې د کیمیاوي وسلې حمله د "انسانیت سپکاوی" دی.

کله چې ترې تپوس وشو چې آیا امریکا به د کیمیاوي حملې په ځواب کې څه اقدام کوي، هغه نو صدر ټرمپ وویل "تاسو به وگورۍ." خو نور څه تفصیل يي وړاندې نه کړو.

یوه ورځ وړاندې په یو بیان کې صدر ټرمپ په شام کې د کیمیاوي حملې غندنه وکړه او وې ویل دا د کرکې یو داسې پیښه ده چې "مهذبه دنیا يي نشې نظر انداز کول."

ډانلډ ټرمپ او شاه عبدالله د نهې، سه شنبې، په ورځ په شام کې د حملې او د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن مذاکراتو په ممکنه توگه د بیا شورو کیدو په اړه خبرې اترې وکړې.

داسې ښکاریده چې گني شاه عبدالله د منځني ختیځ د استازي په توگه د صدر ټرمپ سره ویني. هغه ځان سره د عرب هیوادونو لخوا اسرائیل سره د امن په لوظنامه کې د دلچسپۍ پیغام راوړی و. د لوظنامې په بدل کې عرب او مسلمان هیوادونه به اسرائیل په رسمي توگه تسلیم کړي. په بدل کې به اسرائیل د فلسطیني ریاست د قیام ملاتړ وکړي او د کال ١٩٧٦ په جنگ کې نیولې فلسطیني سیمې به پریږدي.

خو اسرائیل تر وخت فلسطیني سیمې پریښودو ته نه دی تیار شوی.

صدر ټرمپ اسرائیل سره د خپل کلک ملاتړ اعلان کړی و. هغه په واشنگټن کې اسرائیلي وزیراعظم بینجم نیټن یاهو سره هم لیده کاته کړې دي خو وس داسې ښکاري چې صدر ټرمپ غواړي اسرائیل دې په فلسطیني ځمکو د اباد کارۍ عمل ودروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG