لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکائي جنگي په مشقت د جاپان میټسوبیشي کپمنۍ معافي


جیمز مرفي په هغه ٩٠٠ جنگي قیدیانو کې شامل وو چې د قید په مهال به ترې په کارخانو او د کمپنۍ په درنگونو کې په خبر مشقت اخستل کیدو
جیمز مرفي په هغه ٩٠٠ جنگي قیدیانو کې شامل وو چې د قید په مهال به ترې په کارخانو او د کمپنۍ په درنگونو کې په خبر مشقت اخستل کیدو

د جاپان میټسوبیشي کمپنۍ مامورینو په دویم جنگ عظیم کې د امریکې جنگي قیدیانو نه په جبر د مشقت اخیستل کیدو په سر په شخصي توگه معافي غوښتې ده.

د میټسو بیشي مشر هیراکو کیموره د اتوار یا یکشنبې په ورځ د امریکې لاس اینجلس ښار کې په یوه دستوره کې ٩۴ کلن پخواني جنگي قیدي جیمز مفري نه معافي وغوښته.

د دستورې نه وړاندې کیموره او د کمپنۍ ځېنې نورو چارواکو ښاغلي مرفي نه په شخصي توگه بخښنه وغوښته.

جیمز مرفي وویل نن یوه شانداره ورځ ده ځکه چې مونږ د تیرو اوویاه کلونو راهسې ددې معافۍ غوښتنه کوله.

جیمز مرفي په هغه ٩٠٠ جنگي قیدیانو کې شامل وو چې د قید په مهال به ترې په کارخانو او د کمپنۍ په درنگونو کې په خبر مشقت اخستل کیدو.

په مجموعي توگه ١٢٠٠٠ امریکائي جنگي قیدیانو نه د جاپان حکومت او غیري حکومتي کمپنو مشقت اخیستلو. په زرگونو جنگي قیدیان مړه شوي هم وو.

د جاپان حکومت جنگي قیدیانو ته د مشقت اخیستلو په سر معافي غوښتتې خو دا وړمبي ځل دی د میټسوبیشي غوندې لوې کمپنۍ عامه معافي غوښتې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG