لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منځني ختیز کې امن دپاره د امریکا اسرائیلي جاسوس ازادولو باندې غور


د امریکې خارجه وزیر یا سکریټري اف سټیټ جان کیري د نهې په ورځ اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیده کاته کړې دي، چې په تیرو دواؤ ورځو کې د دواړو مشرانو د خبرو اترو دویم نشست وو. یوه ورځ وړاندې جان کیري فلسطیني مرکچي صائب ارکات سره ولیدل
د امریکې خارجه وزیر یا سکریټري اف سټیټ جان کیري د نهې په ورځ اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیده کاته کړې دي، چې په تیرو دواؤ ورځو کې د دواړو مشرانو د خبرو اترو دویم نشست وو. یوه ورځ وړاندې جان کیري فلسطیني مرکچي صائب ارکات سره ولیدل
د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن مذاکرات بیا شورو کولو په لړ کې امریکا او اسرائیل امریکا کې سزا شوي د یو اسرائیلي جاسوس ازادولو په هکله خبرې اترې کړې دي.
د امریکې خارجه وزیر یا سکریټري اف سټیټ جان کیري د نهې په ورځ اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیده کاته کړې دي، چې په تیرو دواؤ ورځو کې د دواړو مشرانو د خبرو اترو دویم نشست وو. یوه ورځ وړاندې جان کیري فلسطیني مرکچي صائب ارکات سره ولیدل.
د امریکې او اسرائیل د موجود رابطو نه خبر چارواکې وايي د اسرائیل لخوا په مقبوضه فلسطیني مزکو باندې د ابادکارۍ عمل ودرولو او نور فلسطینیان د خپلو زندانونو نه د ازادولو په ځواب کې د صدر براک اوباما حکومت وړاندیز کړې چې واشنگټن به امریکا کې سزا شوی اسرائیلي جاسوس جانتن پولرډ ازاد کړي.
پولرډ چې امریکنی یهودي دی، د امریکې د سمندري پوځ غیر عسکري ملازم وو او اسرائیل ته په زرگونو خفیه دستاویزات ورکولو په لړ کې کال ١٩٨٥ کې واشنگټن کې ونیول شو. هغه په داسې مهال نیول شوی وو چې واشنگټن کې موجود اسرائیلي سفارتخانې نه د پناه اخېستلو کوشش کولو خو ناکامه شو.
پولرډ د خپل جرم اعتراف کړی وو. هغه ته د عمر قید سزا ورکړی شوې ده.
صدر اوباما او د هغه پیش رو د پولرډ د ازادولو د پاره سرائیلې غوښتنې رد کړې دي.
د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د مذاکراتو عمل په ورستیو ورځو کې نور هم پیچیده شوی دی او وجه يي د اسرائیل لخوا د فلسطیني قیدیانو ورستۍ ډله د ازادولو نه انکار گڼلی کیږي. د قیدیانو ازادول د خبرو اترو برخه وه چې تیر کال د جولائي په میاشت کې د نهو میاشتو د ټاکل شوي معیاد دپاره شورو کړی شوې وې.
اسرائیل وايي د مذاکراتو معیاد دې وغزولی شي چې نیټه يي د اپریل په میاشت کې سرته رسیدونکې ده. خو فلسطینیان وايي که چرې قیدیان يي ازاد نه کړی شول نو د خبرو اترو نه به لاس په سر شي.
فریقینو کې یوې ډلې هم د مذاکراتو په هکله تفصیلات نه دي په ډاگه کړې خو پکې د پرمختگ اثار څه ډیر نه لیدل کیږي او په اهمو موضوعات اختلافات نه دي کم کړی شوي. د یروشلم حېثیت، چې فلسطینیان يي د خپل ائنده ریاست سرښار گڼي، د خپلو سیمو نه بې دخله شوي فلسطیني مهاجرین چې د بیرته تگ اجازت به ورکړی کیږي او که نا؟ او د سرحداتو امنیت غوندې مسلو باندې د فریقینو ترمنځ خلیج موجود دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG