لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حماس او فتح په سیاسي اتحاد د امریکا او اسرائیل اندیښمني


بلخوا اسرئیلي وزیراعظم بیجمن نیټن یاهو د زیارت په ورځ د خپلې کابیني د امنیتي چارو مسئولینوغونډه رابللې ده چې د فلسطیني اقدام ته په ممکنه ردعمل غور وکړي
بلخوا اسرئیلي وزیراعظم بیجمن نیټن یاهو د زیارت په ورځ د خپلې کابیني د امنیتي چارو مسئولینوغونډه رابللې ده چې د فلسطیني اقدام ته په ممکنه ردعمل غور وکړي
امریکا او اسرائیل د فلسطیني تنظیمونو حماس او فتح تر منځ د سیاسي اتحاد او د ائتلافي حکومت په قائمولو اندیښمني څرگنده کړې ده او د امریکې خارجه وزارت ویلي ددواړ تنظیمونو اتحاد اسرائیل او د فلسطینيانو د امن په کوششونو کې پیچیدگیاني راولاړوي.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې جن ساکي د حماس او فتح په سیاسي تړون مایوسي څرگنده کړه.
د سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې وویل "دا اوس گرانه ښکاري چې اسرائیل نه د یو داسې حکومت سره د مذاکراتو امید څه رنگ کیدی شي چې د ده (اسرائیل) د قیام په حق باندې یقین نه لري."
بلخوا اسرئیلي وزیراعظم بیجمن نیټن یاهو د زیارت په ورځ د خپلې کابیني د امنیتي چارو مسئولینوغونډه رابللې ده چې د فلسطیني اقدام ته په ممکنه ردعمل غور وکړي.
یوه ورځ وړاندې ښاغلي نیټن یاهو د حماس او فتح ترمنځ د مفاهمت مخالفت وکړو. اسرائیلي وزیراعظم خپل یو بیان کې وویل اسرائیل سره د امن په ځائې فتح حماس سره د امن په لورې قدم پورته کړو. فلسطیني صدر محمود عباس چې د فتح گوند سره تعلق لري په مخاطب کولو د بینجمن نیټن یاهو بیان وايي "آیا هغه د حماس او که د اسرائیل سره امن غواړي. ته یو با بل غوره کولی شي."
ښاغلی نیټن یاهو حماس "خونړی تنظیم" بولي چې د اسرائیل د تباهۍ غوښتنه کوي. اسرائیل، امریکا او یورپین یونین حماس ترهگر تنظیم گڼي.
حماس او فتح کال ٢٠٠٧ کې په پرتشدد ډول لارې بیلې کړې. کال ٢٠٠٦ کې حماس په وړمبي وار انتخاباتو کې برخه واخېسته او په نتیجه کې يي د فلسطیني انتظامي ادارې وزیراعظمي په برخه شوه او اسماعیل حانیه وزیراعظم وټاکلی شو. صدر محمود عباس د فتح ډلې نه وټاکلی شو خو کال ٢٠٠٧ کې محمودعباس فلسطیني کابینه تحلیل کړه او دا رنگ د دواړو تنظیمونو سیاسي ائتلاف مات شو.
د کال ٢٠٠٧ راهسې د فلسطین غزه سیمه د حماس د انتظام د لاندې ده او او ویسټ بینک یا د اردن دریاب د غربې ساحل علاقې د فتح د انتظام د لاندې ده.
د حماس او فتح د اتحاد ورسته اوس امید څرگندیږي چې فلسطیني ادارې نوي انتخابات به هم د کال ٢٠١٥ په شورو کې وکړی شي. انتخاباتو د انتظام دپاره موقتي حکومت به هم زر پرځائې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG