لاس رسیدونکی لینک

د کرد ځواکونو داعش خلاف پرمختگ


د کرد ځواکونو او داعش ترمنځ د ممکنه جنگ پیل کیدو په سبب په رزگونو خلکو د سیمې نه حجرت کړی دی

کرد ځواکونو د ترکي سرحد سره نزدې د شام تل اباید ښار په لورې پرمختگ شورو کړې دی چې د داعش په ولکه کې دی او کرد ملیشا ځواکونو يي د بیرته نیولو دپاره کاروائي شورو کړې ده.

ویل کېږي چې که چرې کرد ځواکونو د ښار په بیرته نیولو کې کامیاب شي نو دداعش د رسد یوه لار به قطع شي.

د کرد ځواکونو او داعش ترمنځ د ممکنه جنگ پیل کیدو په سبب په رزگونو خلکو د سیمې نه حجرت کړی دی.

په سوشل میډیا یا د سماجي رابطې په ویب پاڼو کرد ملیشې په اولس د هیواد نه پریښودو غږ کړی.

بلخوا د ترکي سرحدی ځواکونو پوله تړلې وه او چا ته سرحدی اخوا یا دیخوا د تگ راتگ اجازت نه وو.

په عین حال کې داعش خلاف د نړي وال ائتلاف دپاره د امریکې صدر اوباما استازي بریټ مېک گرک ویلي کرد او د شام نورو وسله والو ډلو داعش خلاف کامیابۍ ترلاسه کړې دي. د این بې سي ټیلې وژن سره مرکه کې ښاغلي میک گرک وویل هر هغه وخت چې امریکا د عراقي او کرد ځواکونو مشاورت کړی، دوي گټي ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG