لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د ماتي ترڅنگ صدر اوباما وايي فاټا کې القاعده تباه شوي ده


د غونډې ورسته په یو خبري کانفرنس ته براک اوباما وویل په عراق، شام او افغانستان کې د داعش خلاف گټې ترلاسه شوي دي او دغه تندروه ډله اوس د پسايي سره مخامخ ده. هغه وویل په لیبیا کې هم د لیببا د حکومت په غوښتنه دداعش خلاف هوايي کاروايي شورو کړی شوي ده
د غونډې ورسته په یو خبري کانفرنس ته براک اوباما وویل په عراق، شام او افغانستان کې د داعش خلاف گټې ترلاسه شوي دي او دغه تندروه ډله اوس د پسايي سره مخامخ ده. هغه وویل په لیبیا کې هم د لیببا د حکومت په غوښتنه دداعش خلاف هوايي کاروايي شورو کړی شوي ده

د امریکې صدر براک اوباما ویلي په شام او عراق کې د اتحادي فوجونو د کوښښونو په نتیجه کې د داعش وسله وال د پسپايي سره مخامخ او د پاکستان په قبایلي سیمو کې دالقاعده د تباه کیدو له امله امریکایانو محفظو شوي دي.

داعش خلاف د روانې جگړې، ډلې خلاف لاس ته راوړنو او د اینده په تگ لاره غور دپاره صدر براک اوباما د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دفاع وزارت، پینگان، کې د اعلا پوځي مامورینو او د امنیت په اړه خپلو صلا کارانو سره غونډه وکړه.

د غونډې ورسته په یو خبري کانفرنس ته براک اوباما وویل په عراق، شام او افغانستان کې د داعش خلاف گټې ترلاسه شوي دي او دغه تندروه ډله اوس د پسايي سره مخامخ ده. هغه وویل په لیبیا کې هم د لیببا د حکومت په غوښتنه دداعش خلاف هوايي کاروايي شورو کړی شوي ده.

خو دداعش خلاف د گټو او داعش ته د ماتي ورکولو په لاروچارو د بحث ترڅنگ براک اوباما د پاکستان قبایلي په سیمو کې د القاعده ذکر هم وکړو او وې ویل په فاټا کې د القاعده خلاف فتح امریکایان نور محفوظ کړې دي.

صدر اوباما وايي په دې خبره کې هیڅ شک نشته دی چې که چرې القاعده په فاټا کې نه وی تباه کړی شوی نو نور زیات امریکایان به هم وژل شوي وو.

د القاعده مشر اوسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وژل شوی او هغه په امریکا کې د کال دوه زره یو د حملو ذمه وا‏ري په غاړه اخیستې وه.

دداعش خلاف د ترلاسه شوو بریالیتبونو په لړ کې براک اوباما دا خبره هم تسلیم کړه چې د ډلې خلاف دا جنگ انتهايي پیچیده دی او د ماتي باوجود هم داعش د نړۍ په مختلفو سیمو کې د حملو صلاحیت په مکمله توگه لا لمنځه نه دی وړلی شوی، ډلې خپله تگ لاره بدله کړې ده او په نظریاتي توگه داسې کسان حملو ته راپاروي چې بې گناه خلک وژنې او په خپل مرگ يي هم څه کار نه وي.

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې دداعش د حملو د صلاحیت او د زیلو غځولو په لړ کې صدر اوباما په ترکي، جرمني، فرانس، بنگله دیش،عراق او شام کې د خونړۍ حملو ذکر وکړو. او د ډلې خلاف د بریالیتوبونو په لړ کې براک اوباما وویل د داعش گڼ شمیر انتهايي اهم مشران وژل شوي دي او چې کوم ژوندي دي یو هم پکې محفوظ نه دي.

امریکايي صدر وویل داعش خلاف په جارحانه توگه کاروايي روانه ده، تراوسه د داعش خلاف د څوارلس زرو نه زیاتي هوايي حملې ترسره شوي دي.

په افغانستان کې هم صدر اوباما وویل د داعش یو مهم مشر په هدف کړی شوی دی.

صدر اوباما وايي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو موجوده کچه پرځایي ساتلو د هغه د فیصلي یوه وجه دا هم وه چې هلته د داعش نوغې ویستلی شي او تیره میاشت داعش ته هغه وخت لویه ضربه ورسولی شوه چې یو اهم مشر عمر خلیفه يي ووژلی شو.

صدر اوباما وویل داعش خلاف فتح یوازې د فوجي طاقت دلارې نشي ترلاسه کیدی بلکه ددې دپاره هغه نظریات هم لمنځه وړل پکار دي چې خلک په ډله کې شمولیت دپاره اماده کوي. براک اوباما وویل په انتټرنیټ باندې د داعش د نظریاتو مخه نیول پکار دي. هغه زیاته کړه نهه نوي فیصد مسلمانان د داعش نظریاتو سره اتفاق نه لري خو ددې باوجود هم چې کوم خلک ورسره متفق دي هغه هم د خطرناکو خلکو لویه شمیره ده.

صدر براک اوباما اويي په انټرنیټ د داعش د تبلیغاتو مخه نیولو دپاره به اتحادي او مسلمان هیوادونو سره په شریکه کار کوي چې دا رنگ داعش د قاتلانو اصلي شکل خلکو ته ښکاره کړي، چې معصوم خلک، مسلمانان او ماشومان وژني، د روژه ماتي په وخت حملې کوي او د په مدینه کې هم بمونه خلاصوي چې د اسلام دویم مقدس مقام دی.

د پینټگان په خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په جواب کې صدر اوباما وویل داعش خلاف د اقداماتو ته مطمین نه دی، ځکه چې په دې لړ کې نور ډیر څه هم کیدی شي. هغه زیاته کړه د امریکې اړونده مامورین شپه او ورځ داعش ته ماتي ورکولو دپاره په زیار مصروف دي او نتیجه کې يي نه یوازې په امریکا کې بلکه په نړۍ کې تبدیلي لیدلی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG