لاس رسیدونکی لینک

داعش د ماتي سره سم به ایا امریکا د ډلې خلاف جنگیدونکو ځواکونو سره امداد کم کړي؟


دداعش ضد شامي قواؤ جنگیالي

امریکې ویلي دا وخت چې د داعش وسله وال د ماتي سره مخامخ دي واشنگټن به په منځني ختیځ کې د ډلې خلاف جنگیدونکو ځايي ځواکونو سره په ملاتړ کې کمی کوي.

د داعش ضد قواؤ سره د امریکې په ملاتړ کې د کمي خبرونه په وړمبي وار د ترکي نه خپاره شول. ترکي د کرد وای پي جی ملېشې سره د امریکې په امداد خفگان لري ځکه چې ترکې دغه ډله ترهگر تنظيم گڼي.

تیره هفته د ترکي خارجه وزیر میولُت کاوسوغلو یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا به کرد جنگیالو ته نوره وسله نه ورکوي. ښاغلي کاوسوغلو وویل کرد قواو ته د وسلې نه ورکولو په اړه ژمنه صدر ډانلډ ټرمپ د خپل ترک سیال سره په ټېلي فون خبرو کې کړې ده.

د سپینې مانړی ویانده میرمن ساره هوکبي سېنډرز وایي امریکې په بشپړه توگه د امداد بندولو فیصله لا نه ده کړې.

میرمن هوکبي وویل د داعش خلاف کامیابی موندلو سره به د ډلې خلاف جنگیدونکو ځېنو ډلو امداد هم بندیږي او ډیرې ډلې داسې دي چې مونږ به ورته پوځي ساز او سامان نه ورکوو خو ددې دا مطلب نه دی چې نور امداد به نه ورکول کیږي.

سپینې مانړی د ترکي مشرتابه سره د څه رقم لوظ خبره نه ده کړې خو د یاد هېواد وزیراعظم ښاغلې بن علي یلدیرم د صدر ټرمپ د فیصلې هرکلی کړی دی.

د ترکي وزیراعظم وویل صدر ټرمپ په دې پوه شوی چې د ترکي دپاره څه خبره اهمیت لري او د داعش خلاف د ترکي تگ لاره واضحه ده او هغه دا چې د داعش خلاف جنگ دپاره امریکا باید صحیح همکار غوره کړي. "یو ترهگر د بل ترهگر خلاف په جنگ کې نشي استعمالیدی."

انقره گڼي چې د شام د کرد قام وسله واله ډله وای پي جی ترهگر گوند دی چې د غېرقانونه ټاکل شوي بېلتون خوښي تنظیم پي کی کی سره اړيکي لري. پي کی کی د کردانو دپاره جدا هیواد قایمول غواړي او ترکي پرې پابندي لگولې ده.

امریکې گڼل چې وای پي جي د داعش خلاف موثره قوت دی نو ځکه یې د ترکي د مخالفت پرته هم ملاتړ کړی دی.

شامي کرد ډلې وایي د امریکا په رویه کښې ورسره تغیر ندې راغلی. عبدالکریم عمر د کرد د خودمختارې سېمې د خارجه چارو مسؤل دی، وايي د امریکې په دریځ کې بدلون نه دی شوی نو ځکه داسې ویلی شي چې د ترکي بیان صحیح نه دی.

"مونږ گڼو د ترکي وروستی بیان حقیقت سره سمون نه خوري. په شام کښې جنگیدونکي کرد وسله والې ډلې او د کردانو سیاسي مشرتابه او د امریکه ترمینځ اړیکي دوام لري او څه قسم تغیر یي نه دې لیدلې.،" ښاغلي عمر وویل.

په شام کښې عادي کردان دې خبرې ته د شک په نظر کتنه کوي چې گني امریکا به ورسره امداد جاري وساتي.

د شام د قامېشلي سېمې اوسیدونکی فېص احمد وايي کله چې دلته د امریکې دلچسپې ختمه شي نو کرد ډلې وای پي جي سره به خپل امداد ختم کړي "او دلته ژوند کونکي ټول زوریدلي خلک به امرانو ته پریږدي."

په داسې مهال چې د داعش خلاف جنگ په ختمېدو دی د صدر ټرمپ حکومت دا نه ده واضحه کړې چې ایا د شام کردانو سره یې په اینده کې د تعلقاتو په موضوع غور کړی دی او که نا؟

XS
SM
MD
LG