لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تجزیه کار: د داعش وسله وال گڼي د کفر او اسلام حتمي جنگ کې ښکیل دي


که د مصري عیسیانو سرونه قلمول دي، که د اردن د پائلټ ژوندې سوزیدل دي او که د یزیدي مسلک زنانه ؤ سره لکه د غلامانون سلوک، تجزیه کار وايي داسې ښکاري لکه چې د داعش د تشدد څه حد نه لري. بلکه د وډیو گانو شائع کولو دلارې د تشدد لا نور تشهیر کوي
که د مصري عیسیانو سرونه قلمول دي، که د اردن د پائلټ ژوندې سوزیدل دي او که د یزیدي مسلک زنانه ؤ سره لکه د غلامانون سلوک، تجزیه کار وايي داسې ښکاري لکه چې د داعش د تشدد څه حد نه لري. بلکه د وډیو گانو شائع کولو دلارې د تشدد لا نور تشهیر کوي

شام او عراق کې فغاله تندروه ډلې اسلامک سټیټ یا دولت اسلامي یا داعش د خپل پرتشدد چلن په سبب نړۍ لړزولې ده.

که د مصري عیسیانو سرونه قلمول دي، که د اردن د پائلټ ژوندې سوزیدل دي او که د یزیدي مسلک زنانه ؤ سره لکه د غلامانون سلوک، تجزیه کار وايي داسې ښکاري لکه چې د داعش د تشدد څه حد نه لري. بلکه د وډیو گانو شائع کولو دلارې د تشدد لا نور تشهیر کوي.

تجزیه کار وايي د داعش وسله وال خپل تشدد په قران او د اوومې صدۍ په پیش بینۍ اډاڼه گرځوي.

پیټر برگن د امرېکې سي این این ټیلې وژن د قامي امنیت تجزیه کار او د نیو امریکن فاونډیشن نومې تحقیقاتي ادارې سره کار کوي. هغه وايي د ايي ایس مشران په حقیقت کې د قران په داسې تشریح عقیده لري چې مقصد يی جنگ دی.

پیټر برگن وایي که څوک په منتقي انداز سوچ کوي نو د امریکې، یا د نورو ٦٠ هیوادونو او یا د ټولې عرب نړۍ سره په جنگ نشي اخته کیدی دوي خو منتقي سوچ نه لري او د قیامت فکر کوي.

برگن وايي د ايي ایس مشران دا عقیده لري چې د شمالي شام په دبیق کلې کې به حتمي جنگ کیږي. د ايي ایس مشران دا خبره په رومانوي انداز کې پیښ کوي او گڼي چې وسله وال به صیلبیانو او کافرانو ته د دبیق په جنگ کې ماتی ورکوي.

تجزیه کار وايي داعش غواړي چې غربي هیوادونه شام کې مداخلت وکړي او دا رنگ دغه پیش بیني رښیتا ثابته کړي.

د میساچوسټس یونیورسټۍ د ترهگرۍ د مطالعې د مرکز استاز پروفیسر جان هورگن وايي داعش خپل تشدد ته د مذهب رنگ ورکول غواړي.

پروفیسر هورگن وايي اسلامک سټیټ غواړي چې خلک دا وگڼي چې دا د مذهب او د تهزیونو جنگ دی او ټوله نړۍ پکې ښکیل کول غواړي.

ځېنې سیمه ایز ماهرین وايي ايي ایس ځان د ښه او بد ترمنځ د یو افاقي جنگ په سرخط ولاړ گڼي.

پیټر برگن وايي بې شماره عالمانو د ايي ایس غندنه کړې ده.

پیټر برگن وايي ایي ایس په سلفي اسلام یقین لري چې عقیده يي په جنگ ده خو عالمان دې ته ځواب ورکولی شي او ویلی شي چې دغه د اسلام برعکس طرز عمل دی.

د ایي ایس په صفونو کې د خارجي وسله والو په هکله ځېنې تجزیه کار وايي دا هغه خلک دي چې خپلو هیوادونو کې په ژوند کې د ناکامۍ سره مخ دي او د خارج په جنگ کې مهم جوي کوي او ضروري نه ده چې ټول د مذهب په جذبه جنگیږي.

پروفیسر هورگن وايي جنگ، مهم جوي او د یو بل د ملگرتیا نه دوي مزه اخلي ځکه چې دا په حقیقت کې هم ډیر تحریکونکي عوامل دي او ايي ایس د سماجي رابطو د ویب پاڼو د لارې ددې په ښه ډول تشهیر کوي.

سیمه ایز تجزیه کار وايي داعش مشران لمنځه وړل او د ډلې د ولکې دلاندې سېمې بیرته اخیستل شبکې ته د ماتي ورکولو یواځېنۍ لاره ده.

امریکائی چارواکې وايي ٣٠ فیصد هغه سېمې چې داعش نیولې وې عراقیانو ته بیرته سپارلی شوي دي.

تجزیه کاروايي څه رنگ چې د داعش د ولکې د لاندې منقتي کمیږي نو د خلافت د قائمولو د ډلې دعوه به هم کمزوري کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG