لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په داعش بمبارۍ دپاره امریکايي بمبار د سمند‏ري بیړې نه وچتیږي


یو ایس ایس جورج ایچ ډبلیو بش په بحیره روم کې لنگر انداز یوې امریکنۍ سمندري بیړې نوم دی. په داعش د بمبارۍ دپاره جنگي جیټ جهازونه هم ددغه بیړې د سینې نه وچتیږي
یو ایس ایس جورج ایچ ډبلیو بش په بحیره روم کې لنگر انداز یوې امریکنۍ سمندري بیړې نوم دی. په داعش د بمبارۍ دپاره جنگي جیټ جهازونه هم ددغه بیړې د سینې نه وچتیږي

د امریکې ددفاع وزارت یا پینټگان په شام او عراق کې د داعش ته د ماتي ورکولو د خپلې تگ لارې ابتدايي معلومات وایټ هاوس ته لیږلې دي، دا ځکه چې د خپلې چوکۍ سوگند پورته کولو ورسته صدر ډانلډ ټرمپ داعش خلاف د جگړې د نوي تگ لارې غوښتنه کړې وه.

ددغه تگ لارې ځینې برخې خفیه ساتل کیږي خو مامورین وايي امکان ددې خبرې دی چې گني امریکا به په شام کې په خپل فعالیتونو کې اضافه کوي او په عراق کې به موجوده تگ لاره پرځای وساتي.

هوايي بمباري ددداعش خلاف د کاروايي بنیادي حیثیت لري. د هوايي کاروايي د سترگو لیدلی حال د وي او ای خبریالا کارله بیب په خپل یو خصوصي وړاندې کوي چې په ورستیو وروځو کې يي په بحیره روم کې د امریکې سمندري بیړې یو ایس ایس جورج ایچ ډبلیو بش ته تللې وه.

یو ایس ایس جورج ایچ ډبلیو بش په بحیره روم کې لنگر انداز یوې امریکنۍ سمندري بیړې نوم دی. په داعش د بمبارۍ دپاره جنگي جیټ جهازونه هم ددغه بیړې د سینې نه وچتیږي.

د کال ٢٠١۴ راهسې د امریکې بمبار جیټ جهازونو هم ددې بیړې نه په شام کې د داعش په هدفونو ټکونه شورو کړې دي. په تیرو دوو کلونو جنگي جهازونو دد بیړې نه دوه زره حملې کړې دي او وس یو وارې بیا یو ایس ایس جورج ایچ ډبلیو بش داعش خلاف د حملو مرکز دی.

د سمندري فوج مامورین وايي کله راهسې چې دا جنگي بیړه بیا په بحیره روم کې پرځای کړی شوي ده، نو د ورځې په حساب جنگي جهازونه ددې نه دداعش خلاف ١٦ حملې کوي چې پکې د ایف اتلسم په نوم بمبار هم شامل دي.

که څه هم په دې جهازونو مامور د پائیلټانو د کار وخت ډیر اوږد وي خو هدف يي واضح دی.

لیفټیننټ زیک هف هم یو پایلټ دی وايي دداعش خلاف په جنگیدو کې فخر او خوشحالي محسوسوي.

په سمندري بیړه مامور د سمندري فوج عسکر چې سیلرز ورته هم ویل کیږي، د شپې ناوخت پورې د داعش هدفونه په معلومولو کې مصروف وي.

د بیړې مشر کیپټن ویل پیننگټن وايي د بیړې نه پرواز کونکي جیټ جهازونه په یو مخصوص مقدار کې گوله بارود وچتوي او په یو مخصوصه شمیره کې حملې کوي چې لا انتهايي حد ته نه دي رسیدلي، یعنې په دې کې د اضافي گنجایش موجود دی.

په بحیره روم کې د سمندري بیړې نه د جنگي جهازونو د پروازونو یوه گټه دا هم ده چې د داعش هدفونه ورسره ډیر نژدې دي ددې په نسبت په ځمکه په سیمه کې موجود د امریکې فوجي هوايي مرکزونه د داعش د هدفونو نه لرې پراته دي.

خو ددې دا مطلب هم نه دی چې د سمندري بیړې نه د امریکايي ځواکونه د داعش خلاف حملو کې په سیمه کې موجود د اتحادي هیوادونو مرستې ته اړتیا نه لري.

په بیړه مامور بل فوجي افسر ریئر ایډمرل کینیت وایټ سیل وايي په شمالي شام او د عراق په شمالي سیمو کې د بمبارۍ دپاره د ترکي فضايي حدود استعمالیږي.

په بحیره روم او په خلیج فارس کې د کاروايي دپاره د یوایس ایس جورج ایچ ډبلیو بش بیړې عسکر یا سیلرز د داعش خلاف کاروايي کې دمې دپاره د یونان بندر استعمالوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG