لاس رسیدونکی لینک

جان کیري وايي داعیش خلاف هوائي حملې موثره دي


په عین حال کې د عراق داخله وزارت ویلي د لبنان په پوله نیول شوي یوه زنانه د داعیش مشر ابوبکر البغدادي ښځه نه ده. د لبنان چارواکو د نهې یا سه شنبې په ورځ ویلي وو امنیتي ځواکونو د البغدادي کوردوانه او زوی په داسې حال کې نیولې دي چې شام ته اوړیدل

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي شام او عراق کې د وسله والې ډلې داعیش خلاف د ائیلافي ځواکونو موثره هوائي حملو وسله والو دپاره راغونډیدل، حرکت کول او حملې کول گران کړې دي.

جان کیري د بیلجیئم سرښار برسلز کې د گل یا دوشنبې په ورځ د ٦٠ هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه د پرانستلو په موقع خبرې کولې. غونډه کې به د اي ایس د مخنیوي په لارو چارو غور کولی شي.

سني وسله والې ډلې، اسلامک سټیټ، ايي ایس، یا دولت اسلامي فې العراق و الشام، داعیش، د سږ کال د شورو راهسې ختیز شام او شمالي او غربي عراق کې په پراخه سېمو قبضه کړې ده.

جان کیري وویل د غونډې یو پیغام به دا وي چې د ايي ایس خلاف به په هر محاذ او د اخیره پورې جنگیږي. هغه وویل د امریکې په مشرۍ کې به د وسله وال خلاف هوائي بریدونه جاري وي. هغه خبرداری وکړو چې د ايي ایس وسله وال دې باید په دې هکله اندیښمن وي چې د اسمان نه پرې څه ورغورځیږی.

د امریکې خارجه وزیر زیاته کړه چې د عراقي امنیتي ځواکونو د تربییه او مرسته به يي زیاتولی شي.

اگست کې د داعیش خلاف هوائي کاروائي د شورو کیدو راهسې د وسله والو پ هدفونو ١٠٠٠ حملې شوې دي.

د امریکې ددفاع وزارت، پینټگان، ترجمان ویلي ایران هم داعیش خلاف عراق کې حملې کړې دي. ترجمان وویل گمان کوي چې د ایران لخوا د وسله والو خلاف دا وړمبۍ داسې ډول کاروائي ده.

په عین حال کې د عراق داخله وزارت ویلي د لبنان په پوله نیول شوي یوه زنانه د داعیش مشر ابوبکر البغدادي ښځه نه ده.

د لبنان چارواکو د نهې یا سه شنبې په ورځ ویلي وو امنیتي ځواکونو د البغدادي کوردوانه او زوی په داسې حال کې نیولې دي چې شام ته اوړیدل.

خو د عراق د دفاع وزارت وايي نیول شوي زنانه د عراقې حکومت په ولکه کې د ترهگرۍ په شک کې بند تن عمر عبدالحامد الدولیمي خور ده.

XS
SM
MD
LG