لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هوائي بمبارۍ داعش د مالي چارو مشر او ٢ نور غړي وژلي

د برطانيي سرښار لندن کې داعش د مالي وسائلو په اړه وینا کې امریکې د خزاني وزارت د ترهگرۍ او د مالي امورو د استخباراتي څانگې چارواکې ایډم زوبن ویل داعش تیلو په بلیک کې خرڅولو دلارې ٥٠٠ میلینه ډالر گټلې دي، په شام او عراق کې يي بینکونو نه د یو ارب ډالرو پورې پیسې لوټلې او شام او عراق کې پیسو دپاره خلکو د تښتولو دلارې يي په میلینونو ډالر پیدا کړې دي

د امریکا په مشرۍ کې په شام او عراق کې د ائتلافي ځواکونو هوائي بمبارۍ داعش درې اهم غړي وژلي چې پکې ډلې د مالي چارو مشر هم شامل دی. دا خبره د امریکې ددفاع وزارت پینټگان کړې ده.

ائتلافي ځواکونو ترجمان سټیو وارن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ویلي داعش دپاره په زور خلکو نه د پیسو راټولو یا د بته خورۍ مشر ابو صلاح وژل شوی دی.

سټیو وارن ویلي ابوصلاح داعش په تجربه کار مشرانو کې شامل وو او د هغه مرگ به د ډلې مالي چارې د گډوډۍ سره مخ کړي.

ترجمان وویل د ائتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې د عراق په رمادي ښار کې ٣٥٠ کسان وژل شوي دي. په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې دغه وژنې په تیر څومره وخت کې شوي دي.

تیره هفته عراقي ځواکونو د رمادي ځېنې برخي بیرته اخیستې خو د ښار ډېرې حصې اوس هم د داعش په لاسو کې دي.

بلخوا د امریکې د خزانې وزارت یو چارواکې ویلي داعش یو مالداره تنظیم دی او مالي وسائل تس نس کول گران کار دی.

د برطانيي سرښار لندن کې داعش د مالي وسائلو په اړه وینا کې امریکې د خزاني وزارت د ترهگرۍ او د مالي امورو د استخباراتي څانگې چارواکې ایډم زوبن ویل داعش تیلو په بلیک کې خرڅولو دلارې ٥٠٠ میلینه ډالر گټلې دي، په شام او عراق کې يي بینکونو نه د یو ارب ډالرو پورې پیسې لوټلې او شام او عراق کې پیسو دپاره خلکو د تښتولو دلارې يي په میلینونو ډالر پیدا کړې دي.

ایډم زوبن داعش د مالي وسائلو ختمولو دپاره امریکا عراق او نورو هیوادونو سره په شریکه کار کې مصروفه ده.

XS
SM
MD
LG