لاس رسیدونکی لینک

فرانس به عراق کې کرد ځواکونو ته وسله ورکوي


د فرانس صدر فرانسوه هولانډی

عراق کې د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ خلاف جنگ دپاره به فرانس د کردستان ځواکونو ته د وسلې رسد شورو کوي.

د فرانس صدر فرانسوه هولانډې د شورو په ورځ ویلي دغه وسله به په راتلونکو څو گنټو کې کرد ځواکونو ته ورکړی کیږي.

ددې هفتې په شورو کې د عراق د کردستان خپلواکې سېمې صدر مسعود بارزاني په نړي واله ټولنه غږ وکړو چې د اسلامک سټیټ خلاف جنگ کې دې هغه ځواکونو ته وسله ورکړي.

کرد ځواکونو ته وسله ورکولو په لړ کې د یورپي اتحاد هیوادونه، یورپي یونین، د نهې په ورځ کومې معاهدې ته رسیدو کې کامیاب نشو خو انفرادي ملکونو ته عراق ته دوسلې ورکولو اجازت ورکړی شو.

امریکا عراق کې ١٣٠ نور عسکري مشیران پرځائې کړې دي چې شمالی عراق کې د اسلامک سټیټ د خطر د لاس بې کوره شوو خلکو مرسته وکړي. دغه خلکو د سېمې په غره کې پناه اخېستي ده.

په عین حال کې د عراق وزیراعظم نوري المالکي د حکومت پریښودو نه انکار کړی دی. هغه ویلې واک نه به ترڅو نه لاس په سر کیږي ترڅو عدالت د صدر فواد معصوم حید العبادي ته د وزیراعظمې چوکۍ ورکولو په اقدام خپله فیصله نه وي اورولې.

خپله هفته واره وینا کې المالکي وویل د هغه د لرې کولو فیصله غیر ائیني ده.

دا وخت چې عراق نوی وزیراعظم منتخب کول غواړي، نوري المالکي خپل اته کلنی دور د دریم وار دپاره غځول غواړي خو نړي واله ټولنه يي ډله نه کوي. د هغه ناقدین وايي هیواد کې اقلیتي ډلې يي په سیاسي توگه پشا کړې دي.

XS
SM
MD
LG