لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي او کرد ځواکونو داعیش نه د موسل اخیستلو منصوبه


د کرد پیشمرگه ځواکونو یوه دسته
د کرد پیشمرگه ځواکونو یوه دسته

د امریکا یو ستر پوځي چارواکي د زیارت په ورځ ویلي دي چې عراقي او کرد ځواکونه دا منصوبه لري داعیش یا د اسلامک سټیټ د ولکې نه عراقي ښار موسل راخلاص کړي.

چارواکې ویلي موسل د اخیستلو دپاره به د اپریل یا مۍ په میاشت کې عملیات ترسره کوي.

د امریکې د مرکزی کمانډ یو چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط ویلی دی چې په دې عملیاتو کې به شا او خوا ٢٥٠٠٠ عراقی ځواکونه برخه اخلی. کردی پیشمرگا جنگیالی به د موسل ښار شمالي او غربي اړخ نه د اسلامک سټیټ تندلارو لاره اونیسي.

موسل نیولو دپاره د کاروائي نه وړاندې، امریکا د اسلامک سټیټ تندلاره ډلی د رسد لارو باندی هوائي بریدونه ترسره کړې دي. او عراقی ځواکونو ته د تربي او نور پوځي مرستو کولو پلان لري.

پینټگان یا د امریکې دفاع وزارت گمان لري چې د عراق دویم لوې ښار موسل کې د اسلامک سټیټ نزدی ٢٠٠٠ تندلاري موجود دي. دوی په تیر جون میاشت کې د عراقی ځواکونو نه د دی ښار کنړول اخستی وو. عراق د موسل ښار کنړول بیرته اخستل خپل مهم مشن گرځولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG