لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو فلوجه داعش نه بیرته اخیستلو دپاره جگړه پیل کړې


فلوجه د عراق سرښار بغداد نه د ٦٥ کلومیټره په فاصله کې پروت دی چې په شام او عراق کې د نورو ښارونو په مقابله کې تر ټولو زیات وخت راهسې د داعش په قبضه کې نیول شوی دی
فلوجه د عراق سرښار بغداد نه د ٦٥ کلومیټره په فاصله کې پروت دی چې په شام او عراق کې د نورو ښارونو په مقابله کې تر ټولو زیات وخت راهسې د داعش په قبضه کې نیول شوی دی

د عراق حکومتي ځواکونو فلوجه ښار داعش د وسله والو نه بیرته اخیستلو دپاره کاروائي شورو کړې ده. دا ښار د تیرو دوو کلونو راهسې د داعش په قبضه کې دی.

فلوجه د عراق سرښار بغداد نه د ٦٥ کلومیټره په فاصله کې پروت دی چې په شام او عراق کې د نورو ښارونو په مقابله کې تر ټولو زیات وخت راهسې د داعش په قبضه کې نیول شوی دی.

د داعش خلاف د عراقي ځواکونو د کاروايي په ابتدا کې حکومتي عسکرو د فلوجه په مرکز بمباري وکړه. فلوجه د عراق په انبار صوبه پروت دی. لکه د رمادي په رنگ د صوبې نور ښارونه حکومتي ځواکونو وړاندې داعش نه بیرته نیولې دي.

د امریکې د دفاع وزارت پینټگان ترجمان الحره ټیلي وژن ته د گل، دوشنبې، په ورځ ویلي امریکا عراقي امنیتي ځواکونو ته هوائي کومک، تربیه او سازوسامان ورکوي خو امریکائي عسکر په ځمکه نه خو جگړه کې ښکیل دي او نه د جگړې په منصوبه سازۍ کې شامل دي.

دپینټگان ترجمان کیپنټن جیف ډیوس وايي په فلوجه کې د جگړې د ترجیحاتو او د ترتیب ټاکنه به عراقي ځواکونه په خپله کوي چې د دوي وړمبي هدفونه څه دي او تر ټولو اول څه په نخښه کول غواړي.

د پینټگان ترجمان دا امید څرگند کړو چې عراقي ځواکونه به په فلوجه بیا نیولو کې کامیاب شي خو هغه دا خبرداری هم وکړو چې داعش په بغداد او په نورو لویو ښارونو کې ناڅاپه جوابي حملې هم کولی شي.

کیپټن جیف ډیوس وايي چې داعش اوس په یو گوټ ایسار کړی شوی دی خو د بدبختۍ خبره دا ده چې کله دا تنظیم د جنگ په میدان د ماتي سره مخامخ شي نو بیا په نورو ځایونو کې په حملو لاس پورې کړي، په بغداد کې هم داسې وشول او ممکنه ده چې په نورو سیمو کې هم داسې وشي.

امریکې ددې خبرې هرکلی کړی دی چې مقامي خلکو هم دداعش خلاف وسله راخیستې ده خو واشنگټن وايي مقامي خلک باید د عراق د منتخب حکومت خپلواکي او قانوني حيثیت ومني.

دگل، دو شنبې، په ورځ په برسلز کې د غونډې په مهال یورپي مامورینو دا یقین څرگند کړو چې عراقي پوځ داعش ته د ماتي ورکولو توان لري.

د برطانيي خارجه وزیر فلپ هیمنډ وايي عراقي پوځ خپل صلاحیتونو او خپل اعتماد کې اضافه کړې ده، د یوې کامیابۍ نه پس يي بله کامیابي ترلاسه کړې ده، د فرات وادي يي د داعش نه پاکه کړې ده او په موسل د حملې کولو تیاری يي نیولی دی.

یورپي مامورین شام او عراق داعش نه په ازادیدو کې ځکه هم دلچسپي لري چې په دغه هیوادونو کې د اړي گړي او داعش د ظلم دلاسه په لکونو خلک سیمه په پریښودو مجبور شوي دي، د سیمې په زرگونو خلکو د یورپ مخه کړې ده او په نتیجه کې يي یورپ د مهاجرینو غیر معمولي کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG