لاس رسیدونکی لینک

د ایران صدر ایټمي معاهده کې د کانگرس لاس وهنه رد کړې


هم د شورو یا چار شنبې په ورځ د امریکې خارجه وزیر جان کیري دا امید څرگند کړو ایران سره حتمي معاهده سر ته رسیدی شي، په خصوصي توگه اوس چې صدر اوباما ایران په اړه د قانون لاس لیک کولو ژمنه کړې ده

د ایران صدر حسن روحاني هیواد يي د امریکې کانگرس سره نا بلکې د نړۍ شپږو قوتونو سره د ایټمي پروگرام په سر معاهدې دپاره خبرو اترو کې ښکیل دی.

د شورو یا چار شنبې په ورځ د ښاغلي روحاني وینا یوه ورځ وړاندې واشنگټن کې شوې هغه پرمختگ ته په اشاره وه چې پکې صدر براک اوباما ویلي وو هغه قانون په لاس لیک کوي چې چې ترمخه به يي ایران سره ایټمي معاهده به د کانگرس د جاج د لاندې وي.

رشت ښار کې د زرگونو خلکو اجتماع ته وینا کې صدر حسن روحاني د ایران دا دریز تکرار کړو چې تهران به حتمي لوظنامه نه لاس لیک کوي ترڅو د معاهدې لاس لیک کیدو سره سم په ایران لگیدلې پابندۍ اوچتې نه کړی شي.

د امریکې د سنیټ خارجه کمیټۍ د نهې یا سه شنبې په ورځ د دواړو گوندونو، واک من ډیموکریټ او حزب اختلاف ریپلیکن، پارټیو په مفاهمت یو قرارداد منظور کړو چې پکې به ایران سره معاهدې ته د بیا کتنې دپاره ٣٠ ورځې معیاد ورکړی کیږي او د امریکې صدر به هر درې میاشتې ورسته دا تصدیق وړاندې کوي چې ایران د معاهدې پابندي کوي او د ایټمي وسلو تکل نه کوي. د معاهدې د خلاف ورزۍ په صورت کې به په ایران پابندۍ بیا لگول کیږي.

هم د شورو یا چار شنبې په ورځ د امریکې خارجه وزیر جان کیري دا امید څرگند کړو ایران سره حتمي معاهده سر ته رسیدی شي، په خصوصي توگه اوس چې صدر اوباما ایران په اړه د قانون لاس لیک کولو ژمنه کړې ده.

جان کیري جرمنې کې د صنعتي هیوادونو د غونډې په موقع خبرې کولې. غونډه کې به د ایران ایټمي معاهدې په اړه کیدونکو مذاکراتو په موضوع هم خبرې کولی شي.

XS
SM
MD
LG