لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ایټمي پروگرام په سر د ایران او نړي والو قوتونو معاهده


جنیوا کې ترسره شوي معاهدې په هکله خپله وینا کې صدر براک اوباما وویل تړون د ایران ایټمي پروگرام په اړه ټولې بنیادي اندیښنو په نظر کې نیولې دي چې پکې د یورینئیم جوړولو صلاحیت هم شامل دی
جنیوا کې ترسره شوي معاهدې په هکله خپله وینا کې صدر براک اوباما وویل تړون د ایران ایټمي پروگرام په اړه ټولې بنیادي اندیښنو په نظر کې نیولې دي چې پکې د یورینئیم جوړولو صلاحیت هم شامل دی
ایران او د امریکې په شمول شپږ نړي وال قوتونه د ایران ایټمي پروگرام په هلکه د اتوار معاهدې ته رسیدلی دي او واشنگټن کې د امریکې صدر براک اوباما د معاهدې هرکلی کړی دی.
جنیوا کې شوي د معاهدې ترمخه ایران به د یورینیئم تیارولو خپل پروگرام را انغاړي او نړي والو څارنوالانو ته به خپلو ایټمي دوانو د معائنې اجازه ورکوي چې ایا د معاهدې پابندي کوي او که نا؟
په ځواب کې به امریکا، چین، روس، برطانیه، فرانس او جرمني په محدوده او عارضي توگه د ایران خلاف پابندۍ نرموي خو د ایران د تیلو او اقتصادي صنعتونو باندې بندیزونه پرځائې وي.
د امریکې خارجه وزیر جان کیري وویل د معاهدې حتمي هدف ایران سره په مکمله توگه تړون ته رسیدل دي. هغه زیاته کړه د راتلونکو شپږ میاشتو پورې د ایران خلاف د بندیزونو بنیادي چوکاټ پرځائې وي.
جنیوا کې ترسره شوي معاهدې په هکله خپله وینا کې صدر براک اوباما وویل تړون د ایران ایټمي پروگرام په اړه ټولې بنیادي اندیښنو په نظر کې نیولې دي چې پکې د یورینئیم جوړولو صلاحیت هم شامل دی.
یورپې اتحاد او فرانس د معاهدې هرکلی وکړو خو اسرائیل يي مخالفت وکړو. د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو وویل معاهده کې نړې والې ټولنې ایران ته ډیر زیات مراعات ورکړی شوي دي. خو جان کیري وویل د معاهده په سیمه کې د امریکا اتحادیان محفوظ کړي. اسرائیل د امریکا د نزدې ملگری دی خو ایران يي سخت مخالف دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG