لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران روحاني: د ایران د ایټمي وسلو خیالي قیصه امریکې جوړه کړې


ایت الله علي خامنائي د ایران په مسلح ځواکونو غږ وکړو چې ځانونه دي په "دفاعي تیارۍ" کې وساتي. ایراني مشر مسلح ځواکونو ته خبرې په داسې حال کړې چې تیره هفته د امریکې د پوځ مشر جنرل مارټن ډیپمسي د ایران ایټمي پروگرام خلاف د فوجي طاقت استعمال خبرداری وکړو
ایت الله علي خامنائي د ایران په مسلح ځواکونو غږ وکړو چې ځانونه دي په "دفاعي تیارۍ" کې وساتي. ایراني مشر مسلح ځواکونو ته خبرې په داسې حال کړې چې تیره هفته د امریکې د پوځ مشر جنرل مارټن ډیپمسي د ایران ایټمي پروگرام خلاف د فوجي طاقت استعمال خبرداری وکړو

د ایران تر ټولو لوې مذهبي مشر ایت الله علي خامنائي د یکشنې په ورځ په امریکا سخت ټکونه کړې دي او وايي د ایران د ایټمي وسلې "خیالي قیصه" د امریکې ایجاد دی.

ایت الله علي خامنائي د ایران په مسلح ځواکونو غږ وکړو چې ځانونه دي په "دفاعي تیارۍ" کې وساتي. ایراني مشر مسلح ځواکونو ته خبرې په داسې حال کړې چې تیره هفته د امریکې د پوځ مشر جنرل مارټن ډیپمسي د ایران ایټمي پروگرام خلاف د فوجي طاقت استعمال خبرداری وکړو.

د ایت الله علي خامنائي نه یوه ورځ وړاندې د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د جنرل مارټن ډیمپسي خبرداری رد کړو. جنرل ډیمپسي ویلي "د فوجي (طاقت) لاره... چې دا یقیني کړي چې ایران ایټمي وسله ترلاسه نه کړي په خپل ځائې پرته ده."

جواد ظریف د امریکائي جرنیل د خبرو په جواب کې وویل دغه بیان "یو زوړ عادت دی چې زر نه مري."

د ایران او امریکې لخوا دغه بیانونه په داسې مهال ورکړی شوي چې د دواړو هیوادونو سفارتکاران د لوظنامې په هغه چوکاټ کار کوي چې هدف يي د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیول او په دې لړ کې حتمې معاهده ترلاسه کول دي. د معاهدې په بدل کې به په ایران لگول شوي پابندۍ ختمې کړی شي.

ایران وايي ایټمي پروگرام يي پرامنه او د توانائي د پیداوار دپاره دی. ایران سره د معاهدې مخالفین وايي ایټمي وسلې ترلاسه کولو په لړ کې به دا د ایران لاره همواره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG