لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: ایران سره د معاهدې منظوري نشم کولی


 صدر ټرمپ او په ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیره نکي هیلي
صدر ټرمپ او په ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیره نکي هیلي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ددې فیصلې ورسته چې په کال ٢٠١٥ م کې د ایران او د نړي والو قوتونو ترمنځ شوي د ایټمي معاهده منظوري به نه کوي، څیړونکي وايي واشنگټن به وس د وړاندې تگ لپاره نورې لارې چارې لټوي.

په دې وینا چې ددې معاهدې "تصدیق نه وس او نه په اینده کېکولی شو" صدر ټرمپ د تیرو څو هفتو راهسې د ایران د ایټمي معاهدې په اړه تجسس ختم کړو.

د امریکې حکومت د ایران د ایټمي معاهدې په اړه د صدر ټرمپ د فیصلې دفاع کوي. ایران سره لوظنامه پخواني صدر براک اوباما د خپل حکومت اهمه کامیابي گڼله. د معاهدې ترمخه د ایران ایټمي هلې ځلې د پنځو کلونو دپاره پرځای ودرولې خو د هیواد د مزایلو پروگرام او نور لانجمن موضوعات په خپل ځاې وساتل شول.

ملگرو ملتونو لپاره د امریکې سفیرې میرمن نکي هېلي ویلي د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه به نیسي.

میرمن نکي هیلي وویل د ایران په چارو خاموشه نشي پاتې کیدی او نه دا لیدلی شي چې ایران دې په نړۍ کې د ترهگرو ملاتړ کوي او د مزایلو ازموینې دې جاري وساتي


د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټی یاهو د صدر ټرمپ د گامونو ستاینه کړې ده خو د ایران سره په لوظنامه کې شامل نورو هیوادونو په دې لړ کې د امریکا په پرمختگ ناخوښي څرگنده کړي ده.

د جرمني خارجه وزیر سگمر گیبرئیل ویلي یورپي هیوادونه، جرمني، فرانس او برطآنیه په لوظنامه کلک ولاړ دي او غواړي چې دا دې پرځائې وساتل شي.


د امریکې فیصله د ایران نه پرته هم اثرات لرلی شي جرمن خارجه وزیر وویل که چرې د ایران سره معاهده ختمه شویه نو بیا به خلک د امریکې سره په مذاکراتو یقین نه کوی. هغه وویل "د ایران سره شوې لوظنامه دا ثابتوي چې د جنگ حل په خبرو کښې شته او مونږ د مذاکراتو دلارې یو هیواد د ایټمي وسلو ترلاسه کولو نه منع کولی شو خو که دا لوظنامه وس د پښو د لاندې شوه نو سبا به بیا څوک په لوظنامو او خبرو اترو باور و نه لري."

د امریکې انتظامیه وايي صدر ټرمپ ښه خبر دی چې شمالي کوریا د ایران د صورتحال په نظر ساتلی دی.

میرمن نکي هیلي وايي "دا د شمالي کوریا لپاره واضحه پیغام دې چې مونږ خرابه لوظنامه نشو زغملې."

وس په داسې حال کې چې خبره د امریکا کانگریس ته تللي ده او هلته د ډیموکریټک گوند د صدر ټرمپ دا گام غندنه کوي خو د ریپبلیکن پارټۍ ځیني غړي گڼی چې دا په لوظنامه کې د خامیو لرې کولو موقع ده.

د ریپبلکن سینیټره میرمن سوزن کولنز وايي د لوظنامي د لاندې ایران په دمه دمه د اېټمي وسلو ترلاسه کولو په لوري ته روان و. میرمن کولنز وايي "

د شوې لوظنامې ترمخه ایران ته لار خلاصه پرته وه چې ښه په قلاره اېټمي وسله جوړه کړي."

صدر ټرمپ ته په ځواب کښې د ایران صدر ویلي چې د خپل خواه نه به د ایټمي لوظنامې پالنه جاري ساتي خو هغه دا دریځ واضحه کړو چې د میزایلو او د نورې وسلې په جوړولو به هیڅ قسم سودا ونکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG