لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ایټمي پروگرام په هکله معاهدې دپاره ورستي کوششونه


د ایران خارجه وزیر جواد ظریف او د ملگرو ملتونو د ایټمي توانائي ادارې مشر یوکیا امانو.
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف او د ملگرو ملتونو د ایټمي توانائي ادارې مشر یوکیا امانو.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویانه ته رسیدلی دی چې د ایران ایټمي پروگرام په هکله د نړي والې معاهدې دپاره ورستۍ خبرو اترو کې برخه واخلي. معاهدې دپاره د وړاندې نه ټاکل شوی معیاد څلور ورځې ورسته سر ته رسیدونکی دی.

جان کیري او نور غربي چارواکې وايي ایران دې په خپل ایټمي پروگرام د حدودونو تسلیمولو فيصله زر وکړي. خو د ایران دغه ممکنه فیصله به د هغه سرو کرښو برخلاف وې چې د هیواد روحاني مشر د خپل ایټمي پروگرام دپاره راښکلې دي.

د ایران خارجه وزیر د ملگرو ملتونو مرکچیانو ته خبرداری کړی دی چې د ضرورت نه زیاتې غوښتنې دې نه کوي.

ایراني چارواکو دا خبره واضحه کړې ده چې که چری نړي واله ټولنه معاهده ترلاسه کول غواړي نو په ایران لگول شوي اقتصادي پابندۍ دې زر او په مستقل ډول ختمې کړي خو ایران سره مذاکراتو کې ښکیل ملگري ملتونه او شپږ نړي وال قوتونه وايي د بندیزونو لرې کیدل به مرحله وار عمل وي.

تجزیه کار ډیر باور نه لري چې د فریقینو ترمنځ خلیج به گل یا د دوشنبې د نیمې شپې پورې ختم کړي شي او د ټاکلی شوي معیاد د ختمیدو وړاندې به معاهده لاس لیک کړي.

ایران او غربي قوتونو یو کال وړاندې عارضي معاهده لاس لیک کړې وه چې ترمخه يي ایران باندې لگیدلې اقتصادي پابندیو کې څه نرم والی وکړی شو. عارضي معاهده کې د مستقل لوظنامې دپاره نیټه ټاکلی شوي وه چې د گل په ورځ سر ته رسیدونکې ده.

رائټرز خبري ادارې د یو امریکائي چارواکې په حواله ویلي مرکچیان دې خبرې ته کتنه کوي چې د عارضي معاهدې معیاد د راتلونکې کال د مارچ د میاشت پورې وغځوي. د امریکائی چارواکې شناخت نه دی ښودل شوی.

خو د زیارت یا پنج شنبې په ورځ د فرانس سرښار پیرس کې د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د معاهدې د معیاد زیاتولو امکان رد کړو.

جان کیري وايي د معاهدې میعاد د زیاتولو په هکله د هیڅ چا سره خبرې اترې نه کوي بلکه خبرې اترې د مستقل معاهدې ترلاسه کولو په هکله کیږي.

جان کیري وايي په تیرو څو میاشتو کې په ټکنیکي اړخ غور شوی دی او د معاهدې د ضمیمو مسودې تیارې شوې دي نو ځکه دا وخت د مسقتل معاهدې د لاس کیدو دپاره چوکاټ برابر دی.

خو بیا هم جان کیري وویل د معیاد غځولو امکان ته به یواځې هله کتنه کوي کله چې مذاکرات د هغه په وینا اخیرۍ گړۍ ته داخل شي.

نړي واله ټولنه غواړي چې د ایټمي وسله جوړولو په لړ کې دې د ایران مخه ونیسي. په دې لړ کې د نړي والې ټولنې یواځینۍ کامیابي د عارضي لوظنامې ترلاسه کیدل دي.

ایران وايي په سمدستي توگه ي د ایټمي وسلې جوړولو څه اراده نشته او ایټمي ټیکنالوجۍ ته د توانائي اود طب په مدودونو کې اړتیا لري. خو ایران د ملگرو ملتونو لخوا د هیواد د ایټمي نتصیباتو په ژوره ډول د جاج اخیستلو په غوښتنه اړي کوي او غواړي چې د یورینیم تیارولو عمل دي جاري وساتي. د تیار یورنیم نه د بم په جوړولو کې څه ډیر وخت نه لگي.

ویانه کې د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې انټرنیشنل اټامک اینرجي ایجنسي ویلي تیر کال د عارضي معاهدې په وخت ایران ترڅه حده پورې همکاري کړې ده خو د لوظ سره سم د خپل ایټمي پروگرام په هکله يي مکمل معلومات نه دي شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG