لاس رسیدونکی لینک

د امریکې په شمول غربي قوتونو د ایران د مزایل د ازموینې غندنه کړي


د ملگرو ملتونو په عمومي بحث کې صدر ټرمپ په ایران سخت ټکونه وکړل او وې ویل ایران سره شوي ایټمي معاهدې د امریکې دپاره د شرم سبب دی

امریکې، فرانس او اسرائیل د ایران د مزایل د ورستۍ ازموینې غندنه کړې ده.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خالي په ورځ په ټویټر خپل عکس العمل کې وویل ایران د داسې بیلیسټک مزایل تجربه کړې ده چې ایرائیل ته رسیدی شي، ایران د شمالي کوریا سره هم همکاري کوي او داسې ښکاري چې ایران سره شوي ایټمي معاهدې ځای نه دی نیولی.

د ایران سرکاري مطبوعاتو د خالي، شنبې، په ورځ د نوي مزایل د تجربې اعلان وکړو. د ایران د دعوې ترمخه، ازمویلی مزایل ٢٠٠٠ کلومیټره پورې تللی شي او مختلف قسمه وسله پرې بار کیدی شي.

دجمعې په ورځ د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو په عسکري سلامۍ کې ددغه توغندي مخکتنه وشوه. ویل شوي دي چې دا مزایل د جنورۍ په میاشت کې تیار شوی دی.

په کال ٢٠١٥ کې ایران او د امرېکې په شمول اته غربي قوتونو ایټمي معاهده لاس لیک کړه. د معاهدې ترمخه ایران د یورینیم نه جوړولو ته غاړه کښیوده او په بدل کې پرې د غربي هیوادنو لگیدلي ځینې اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شوې.

فرانس هم ددغه معاهدې رکن هیواد دی. د ایران د نوي مزایل ازموینې په اړه يي وویل فرانس غوښتنه کوي چې ایران دې په سیمه کې "بې ثباتي" رامنځته کونکي هلې ځلې ودروي.

اسرائیل چې ایراني حکومتي مشران يې اکثر په بیانونو کې په هدف کوي، د ایران د مزایل ازموینې غندنه یې وکړه. د اسرائیل د دفاع وزیر ایویگډور لیبرمین د ایران د مزایل ازموینه یو "اشتعال" دی چې هدف يي امریکا، اسرائیل او اتحادیان دي.

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د "خرم شهر" په نوم د مزایل ازموینه کړل او کوم ځای وشوه.

د ایران صدر حسن روحاني د جعې په ورځ یو پوځي پریډ ته وویل چې ایران به د بل کوم هیواد د اجازت نه بغیر د مزایلو پروگرام نور هم مضبوطوي.

XS
SM
MD
LG