لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران امریکائي صحافي د جاسوسۍ په تور مجرم وټاکلو


رضایان د کال ٢٠١٢ راهسې په ایران کې واشنگټن پوسټ دپاره کار کولو. هغه تیر کال گرفتار شو او د څو میاشتو پورې په هغه په رسمي توگه ملزم نه وو ټاکلی شوی. ایراني مامورینود رضایان میرمن یگانې یگي صالحي او دوه نور کسان هم نیولي وو. میرمن صالحي ورسته ازاده کړی شوه
رضایان د کال ٢٠١٢ راهسې په ایران کې واشنگټن پوسټ دپاره کار کولو. هغه تیر کال گرفتار شو او د څو میاشتو پورې په هغه په رسمي توگه ملزم نه وو ټاکلی شوی. ایراني مامورینود رضایان میرمن یگانې یگي صالحي او دوه نور کسان هم نیولي وو. میرمن صالحي ورسته ازاده کړی شوه

ایران کې گرفتار د امریکې د واشنگټن پوسټ نومې ورځپاڼي خبریال جیسن رضایان د جاسوسۍ په تور مجرم وټاکلی شو. دا خبر د ایران سرکاري مطبوعاتو خور کړو.

ایراني مطبوعاتو د عدليي ترجمان غلام حسین محسني اجاهي په حواله ویلي د رضایان وکیلان د سزا خلاف په ٢٩ ورځو کې اپیل کولی شي خو نور څه تفصیل يي نه دی وړاندې کړی.

د رضایان وکیل نه خو خبریال ته د اورول شوي سزا تصدیق کړی او نه پرې څه تبصره کړې ده.

رضایان د کال ٢٠١٢ راهسې په ایران کې واشنگټن پوسټ دپاره کار کولو. هغه تیر کال گرفتار شو او د څو میاشتو پورې په هغه په رسمي توگه ملزم نه وو ټاکلی شوی. ایراني مامورینود رضایان میرمن یگانې یگي صالحي او دوه نور کسان هم نیولي وو. میرمن صالحي ورسته ازاده کړی شوه.

د واشنگټن پوسټ یو چارواکې مارټن بیرن ویلي رضایان ته ورکړی شوي سزا په اړه خبر شوي دي خودغه فیصله لا غیر واضحه او پریشان کونکې ده. ښاغلي بیرن وویل کومه خبره چې نه ده واضحه هغه دا ده چې رضایان ته کوم قسمه سزا ورکړی شوې ده. هغه وویل رضایان په میاشتو میاشتو په تنهائي کې بندي ساتلی شوی وو، وکیل ته يي رسائي نه لرله او په جسماني او نفسیاتي توگه زورول شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG