لاس رسیدونکی لینک

جان کیري: وسله والو مخنیوي دپاره ایران سره همکاري کولی شو


جان کیري وویل پکار ده چې عراق کې د اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لوینټ وسله والو مخه نیولی شي
د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي عراق کې د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق اینټډ لوینټ مخه نیولو دپاره واشنگټن ایران سره همکارۍ ته تیار دی.
د یاهو نیوز سره مرکه کې سیکریټري اف سټیټ یا د امریکې خارجه وزیر جان کیري وویل ایران سره خبرو اترو دپاره د امریکې لاره خلاصه ده که چرې د هغه په قول ایران څه مثبت کردار ادا کولی شي.
جان کیري وايي که ایران د عراق سیمه ایز یوالې او خپلواکۍ احترام کوي او د اصلاحاتو په لړ کې د عراقي حکومت د صلاحیت ډله کوي نو مونږ قدم په قدم تلی شو چې وگور چې څه کارونه په حقیقت کې بدلیدی شي.
جان کیري وویل واشنگټن د هغه ټولو لارو چارو ملاتړ کوي چې په نتیجه کې يي تشدد کې کموالی کیدی شي، د عراق یوالی په ځائې ساتي کیدی ‍شي او د عراق نه هغه خارجي عناصر ویستل کیدی شي چې هیواد يي د ویشتل د خطر سره مخ کړی دی. جان کیري وویل پکار ده چې عراق کې د اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لوینټ وسله والو مخه نیولی شي.
جان کیري وايي ددوي توجه یواځې دلته نه ده، دوي یورپ، امریکې او نورو خلکو ته د نقصان رسولو کوششونه کۍ.
د عراق په سر د امریکې او ایران د ممکنه همکارۍ په هکله څیړونکې څه نظر لري؟
گریگ بارټن د اسټریلیا مونیش یونیورسټۍ کې د اسلام او جدیدې نړې د مطالعې د څانگې مشر دی وايي د عراق په هکله د ایران او امریکې صلا مشوره به ډیره اهمه ځکه هم وي چې ایران د پاره د شیعه وزیراعظم د لاندې باثباته عراق زیات غوره دی په ځائې ددې چې هلته سني وسله وال موجود وي او خپله د ایران امنیت ته ترې خطرات را ولاړې دی شي.
گریگ بارټن وايي ایران او امریکا په شریکه د نوري المالکي حکومت په دې پوهه ولی شي چې د مسلې حل چې څومره پوځي دی هم دومره سیاسي دي.
گریگ بارټن وايی اي یاس اي ایل په بغداد یرغل نه کول غواړي بلکه په شام او شمال مرکزي عراق کې خلافت قائمول غواړي، دا هدف يي تر څه حده ترلاسه کړی خو اوس پوښتنه دا ده چې دوي نیول شوي سېمه تر څومره وخت پورې پخله ولکه کې ساتلی شي. هغه وویل د ظلم نه ډک سلوک د ډلې خلاف ځائې سني ابادې راپارولی شي.
د قطر الجزیره ټیلې وژن وايي دا نه ده معلومه چې د اي ایس ايي ایل سر مالي مرسته څوک کوي. خو گریگ بارټن وايي ډلې سره په شخصي توگه کیدونکې مالې امداد درک لگیدلی شي.
گریک بارټن وايي ايي ایس ايي ایل ته د سعودي عرب، قطر، کویت او نورو خلیجي ریاستونو نه په شخصی چندې ورکړی کیږی.
د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې جن ساکې د گل په ورځ وویل ايي ایس ایل سره د شام نه مالي امداد کیږي او امریکا به دا مسله د عراق سني گاونډیانو سره پورته کوي.
XS
SM
MD
LG