لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو په موصل کې دداعش وسله وال محاصره کړې


د عراق په موصل ښار کې د عراقي ځواکونو د پرمختگ په نتیجه کې دداعش وسله وال د ښار په غربي برخه کې راگیر گړی شوي دي. دا خبره عراقي او امریکايي مامورینو کړې ده.

د داعش خلاف د نړیوال ائتلاف لپاره د امریکې صدر خصوصي استاذي برټ مکگرک بغداد ته د سفر په وخت موصل کې د داعش په هدفونو د رسا بمبارۍ ستاینه کړې ده او دا يي تاریخي بللې.

هغه وویل د داعش ١٨٠مشران وژلې دي چې پکې دداعش باني ابوبکر البغدادي نژدې ملگري هم شامل دي.

د البغدادي په وژل شوو نایبینو کې د داعش خوساخته د جنگ وزیر، د اطلاعاتو، خزانې، تیل او گیس دپاره مسولین شامل دي. ښاغلي مکگرک وویل دداعش د خارجي عملیاتو مشرمحمد العدناني هم وژل شوی دی چې په ټوله نړې کی د حملو منصوبه بندۍ کولې. په دغه حملو کې تیرکال د برسلز او د پیرس بریدونه شامل دي.

په موصل کې د عراقي ځواکونو د پرمختگ په اړه میجر جنرل مان السعدي وايي د عراق امنیتي ځواکونو د ښار د مغربي برخې په دریو کې یوه برخه د داعش نه بیرته نیولې ده.

مطبوعات وايي موصل کې دننه کوڅه په کوڅه جنگ شورو شوی دې. په ښار کې موجود وسله وال په عراقي او ائتلافي ځواکونو سختې ډزی کوي. وسله وال شیشناک هم د ښار په بیله ودانو کې مورچه شوې دي.

یو امنیتي غړي رایټرز خبرې ادارې ته ویلي د گل، دوشنبې، په ورځ موصل کې د سخت باران په جه د دوي عملیات په موقتي توگه د مشکل سره مخ شوي دي.

عراقي ځواکونو کې پوځ، خصوصي ځواکونه، کردي پیش مرگه او شیعه ملیشا شامل ده.

بریټ مکگرک واېي داعش د دوي نه بچ نشي پاتې کیدلې.

هغه وايي په موصل کې پاتې د داعش وسله وال به مري ځکه چې دوي ېی ښار کې راگیر کړی دي. مونږ به یواځي دوي ته په موصل کې ماتې نه ورکوو بلکه دوي ته به د تیښتې لاره هم نه پریږدوو.

عراقي ځواکونه دا وخت د موصل په مشرقي سیمه کې موجود د جسر الحدید یا د اوسپنې پل ته نزدې رسیدلې دي.

دا پل د مشرقي او مغربي موصل ترمنځه د پنځو پولونو نه دې. د دې د نیولو سره به عراقي ځواکونه په دریو پولونو قبضه وکړي.

ملگري ملتونه واېي د موصل په مغربي سیمه کې نزدې شپږ لکه خلک گیر دي او دوي د جگړې لوجې کډې کولې شي.

موصل هغه ښار دې چې په ٢٠١۴م کال کې داعش قبضه کړې وو. او د داعش مشر ابو بکر البغدادي دا د خپلې ډلې لخوا د اسلامي خلافت سرښار اعلان کړې وو. څیړونکي واېي موصل ښار بیلل به د داعش لپاره لوېی تاوان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG