لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکې رپورټ رد کړی


په کال ٢٠١۴ کې د وزیراعظم نرندرا مودي په واک کې د راتلو ورسته دا تشویش زیات شوی چې ډلې سره تړلې تندروه گونده په هیواد کې مذهبي تفریق کې لمن وهي
په کال ٢٠١۴ کې د وزیراعظم نرندرا مودي په واک کې د راتلو ورسته دا تشویش زیات شوی چې ډلې سره تړلې تندروه گونده په هیواد کې مذهبي تفریق کې لمن وهي

هندوستان د امریکې هغه رپورټ په کلکه رد کړی چې پکې ویل شوي هیواد کې مذهب دپاره د ازادۍ وضع په خرابیدو ده.

د یو ایس کمیشن ان انټرنیشنل ریلیزجس فریډم نومې ادارې په خپل کلیز رپورټ کې ویلي په هندوستان کې په کال ٢٠١٥ کې مذهبي برداشت او د مذهب د ازادۍ د خلاف ورزۍ په پیښو کې اضافه شوي ده.

نوي دلي کې د هندوستان خارجه وزارت ویلي په رپورټ په هیڅ غوږ نه گروي ځکه چې په دې کې نه خو د هیواد د ټولنې او نه د ائين څه مناسبه پوهه په پام کې نیول شوي ده.

د وزارت ترجمان ویکاس سواروپ وویل د هندوستان ټولنه د مظبوطو جمهوري اصولو ولاړه ده او د هیواد ائین د شهریانو د بنیادي حقوقو ضمانت ورکوي چې پکې د مذهب ازادي هم شامله ده.

خو امریکائي اداره خپل رپورټ کې وايي په هندوستان کې د مسلمانانو، عیسایانو او سکانو په رنگ مذهبي اقلیتونو خلاف د تندروه هندوانو له خوا د تشدد او د ویرولو پیښې رامینځته شوي دي.

ادارې د واک من بهارتیه جنته پارټي په غړو الزام لگولی چې د هندوانو له خوا په مذهبي اقلیتونو د کیدونکې تشدد پشي شا ملاتړ کوي.

په کال ٢٠١۴ کې د وزیراعظم نرندرا مودي په واک کې د راتلو ورسته دا تشویش زیات شوی چې ډلې سره تړلې تندروه گونده په هیواد کې مذهبي تفریق کې لمن وهي.

په نوي دلې میشته کې سیاسي څیړنکاره نرجا چوهدري وايي که څه هم بي جی پي په اقلیتونو کیدونکې تشدد څخه ځان لرې کړی خو ددې باوجود هم په مذهبي اقلیتونو کې د عدم تحفظ احساس موجود دی.

په تیر یو نیم کال کې د هندوستان په ځېنې ریاستونو کې د غوا په غوښه پابندي لگول شوي ده ځکه چې د هندو مذهب منونکې غوا مقدس ځناور گڼي د هیواد په مختلفو برخو کې ځائې په ځائې گرجې په گاڼو ویشتل شوي دي.

د تشدد په بدترینه پیښه کې تیر کال په نوي دلي کې یو مسلمان په دې خبره ووژل شو چې په هغه د غټې غوښې د خوړلو شک شوی و. حکومت دداسې قسمه پیښو غندنه او خلاف يي د اقداماتو لوظ کړی.

هم ددې کال په شورو کې هندوستان د یو ایس کمیشن ان انټرنیشنل ریلیزجس فریډم غړو ته هیواد د دورې دپاره د ویزو ورکولو نه انکار کړی و. د کمیشن غړو هیواد کې د مذهبي ازادۍ د جاج اخیستلو تکل کړی و. د ویزو د انکار په اړه هندوستان وویل کمیشن په هیواد کې د مذهبي ازادۍ د جاج اخیستلو اختیار ځکه لري چې د هند حکومت د مذهبي ازادۍ ضمانت ورکوي. خو دا وړمبی ځل نه دی چې حکومت کمیشن ته د ویزو نه انکار کړی دی. ددې نه وړاندې حکومت هم کمیشن ته ویزې نه وې ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG