لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د امریکا لخوا د هند او پاکستان ترمنځ د مخکښ فعال رول درلودل رد کړ


هند او پاکستان تر اوسه پورې دوه ځله د کشمیر په مسلې باندې جګړې هم کړیدي
هند او پاکستان تر اوسه پورې دوه ځله د کشمیر په مسلې باندې جګړې هم کړیدي

دغه دوه سیال هیوادونه د کشمیر په مسلې د اوږدې مودې راهیسي په لانجه کې دي چې کله کله ددغو دوو اتومي هیوادونو ترمنځ د شخړې له امله نړیوال هم په اندېښنه کې شي.

د نوي ډلي لخوا دغه چټک غبرګون وروسته له هاغې څرګند شو کله چې په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې ددې اونۍ په سر کې وویل چې د جنوبي اسیا د سیالو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو په برخه کې به امریکا هم برخه واخلي.

د هند او پاکستان د اړیکو پر سر د اندېښنې په څرګندولو سره هیلې ویلي وه چې د ټرمپ اداره پدې غور کوي چې څه ډول ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له کمولو سره مرسته وکړي.

نوموړې په نیویارک کې یوې خبرې غونډې ته وویل مونږ چې کله ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي وینو نو پدې فکر کې شو چې مونږ یې په مخنیوي کې څه کولای شو.

نوي ډلي په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له پاکستان څخه د ترهګرۍ د خپریدو د مخنیوي په برخه کې دې نړیوال میکانیزمونه پلې کړي.

دوي زیاتوي دغه ترهګرۍ د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په وړاندې تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کیدای شي.

د کشمیر د لانجې د حل په برخه کې واشنګټن تر دې مخکې هم د رول ادا کولو هڅه کړې وه خو هند تل پدې برخه کې د امریکا له منځګړیتوب سره مخالفت څرګند کړی او د اوباما ادارې د هغوي دریځ قبول کړی وه.

اخوا پاکستان ویلي وه چې چمتو دی د کشمیر د لانجې د حل په برخه کې کې د واشنګټن او ملګروملتونو مرسته ترلاسه کړي او له همدې امله یې په نړیواله توګه څو ځله دا مسله راپورته کړیده.

هندي څیړونکي وايي که څه هم نوی ډلی له واشنګټن سره پراخو سټراتیژیکو اړیکو ته خوشبینه دی خو دا تشویش هم موجود دی چې د ټرمپ اداره به د هند او پاکستان ترمنځ لانجو ته په کوم نظر وګوري.

هند او پاکستان تر اوسه پورې دوه ځله د کشمیر په مسلې باندې جګړې هم کړیدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG