لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ددفاع وزیر هند ته ولاړ خو پاکستان ته نه ځي


صدر ډانلډ ټرمپ او ددفاع وزیر جیم مېټس
صدر ډانلډ ټرمپ او ددفاع وزیر جیم مېټس

د امریکا ددفاع وزیر جیمز مېټس د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې تر اعلانیدو راوروسته د لومړي ځل لپاره جنوبي اسیا ته تللی.

نوموړی د دوشنبې يا ګل په ورځ د هندوستان پلازمینې ته ورسېده. مېټس هیله لري چې له نوي ډلي سره په دفاعي برخه کې د واشنګټن اړیکې لا ژورې او ټینګې شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتې ګډې همکارۍ امکان په افغانستان کې لیدل کیږي چېرې چې امریکا له طالبانو سره په ۱۶ کلنه جګړه کې بنده پاتې ده.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په نوي ډلي غږ کړی وه چې په افغانستان کې دې زیات څه وکړي او دا هغه غږ وه چې د هندوستان د اوږدې مودې سیال پاکستان یې سخت خفه کړی دی.

مېټس له افغانستان سره د هندوستان د تاریخي ارزښتناکه همکاریو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د هند د رول پراخوالي ته باید نور ځان ته د ګواښ په سترګه وه نه وګوري.

ښاغلي مېټس زیاته کړه چې پاکستان یوځل بیا پدې وروستیو کې ویلي دي چې دوی به له ترهګرو سره جګړه کوي او که داسې وکړي نو هند او امریکا هم همدا غواړي.

ښاغلی جیمز مېټس پاکستان ته نه ځي

جنوبي اسیا ته د امریکا ددفاع د وزیر ددې سفر زیاتره برخه په هند څرخی او نوموړی به پدې سفر کې پاکستان ته نه ځي خو امریکايي چارواکي وايي چې دا پاکستان ته د سپکاوي په معنی نه ده.

مېټس وویل له هند سره چې مونږ د کومو اړیکو جوړول غواړو هغه د نورو هېوادونو د ګوښه کولو په معنی نه دي خو په اسلام اباد کې اوس هم په افغانستان کې د هند په پراخې ونډې باندې نیوکې کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي تیره اونۍ وویل مونږ په افغانستان کې د هند د هېڅ ډول پوځي او سیاسي رول اړتیا نه وینو بلکه زه فکر کوم چې له دې سره به حالات نور هم کړکېچن شي.

خپله هندوستان بیا پدې اړه ډیر په احتیاط سره ګام پورته کوي. هند ددې میاشتې په سر کې دا منلې وه چې د افغانستان دفاعي ځواکونو ته به نورې مرستې هم ورکوي.

هندوستان له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې هم تر دوه میلیاردو ډالرو زیاتې مرستې ترسره کړیدي.

ددغو مرستو زیاته برخه د روغتیا، پوهنې او بیارغونې په برخه کې وه. هند د بیلګې په توګه د افغانستان د پارلمان ودانۍ هم جوړه کړیده.

په واشنګټن ډي سي کې یو لوړ پوړي افغان ډپلوماټ احمد شا کټوازي امریکا غږ ته وویل چې مونږ له دې مسلې سره ډیر په احتیاط چلند کوو چې هند د افغانستان په پوځي برخه کې تر هغه بریده ښکیل نه کړای شي څومره چې یې هند غواړي.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه افغانستان غواړي له هند او پاکستان دواړو سره دوستانه اړیکې ولري.

پاکستان د چین او روسیې سره د ملګرتیا امکانات لټوي

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې یا آی اس پي ار نن د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د دوو اونیو لپاره له روسي پوځیانو سره د دروزبا ۲۰۱۷ په نامه ګډ پوځي تمرینونه پیلوي.

ددغو ګډو پوځي تمرینونو د پرانیستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه پوځي افسرانو ګډون کړی وه.

خبر زیاتوي چې دغه تمرینونه به د ترهګرۍ پرضد عملیاتو او یوشمیر نورو جنګي تکتیکونو باندې وڅرخي.

ددې میاشتې په سر کې وروسته له هاغې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپلي نوې تګلاره روښانه کړه روسیه لومړنی هېواد وه چې له پاکستان ته یې د همدردۍ او ورته د مرستو ورکولو سینه وه وهله.

څیړونکي وايي پاکستان د روسیې پخوانی دوښمن وه او په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال یې د مجاهدینو ملاتړ کاوه خو اوس په پاکستان د امریکا لخوا د ترهګرو پر مسلې د سخت فشار راوروسته خبره بیرته اپوټه روانه ده.

بل لوري ته پاکستان په ګاونډ کې پروت چین باندې زیات ویاړي. پاکستان له چین سره خپلې اړیکې ډیرې مهمې ګڼي. چین په پاکستان کې د پراختیايي پروژو لپاره په راتلونکو لسو کالو کې د ۵۰ میلیاردو ډالرو څخه د زیاتې پانګونې پلان لري چې دغه پروژه د سپیک په نامه یادیږي.

چین همدارنګه په ملګروملتونو کې څو ځله د پاکستان ننګه او ملاتړ کړی او په پاکستان کې د یوشمیر ډلو د ترهګر ګرځولو سره یې مخالفت ښودلی وه.

همدارنګه پدې وروستیو کې چینايي او پاکستاني هوايي ځواکونو د چین د زینګجیانګ ایالت په ایغور سیمه کې ګډ پوځي تمرینونه وکړل.

د چین دولتي خبري رسنۍ په راپور کې راغلي وه چې تیره اونۍ په دغو ګډو تمرینونو کې ډول ډول جنګي جټ الوتکو ګډون کړی وه.

دغه ګډ تمرینونه د سپټمبر په اومه نېټه پیل شوي وه چې د چهارشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.

د افغانستان، هند او امریکا ترمنځ سیاسي درې کنجه (ټراینګل)

افغان او امریکايي چارواکو د اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور لګاوه چې په افغانستان کې د یوشمېر ترهګرو ډلو سره مرسته او ملاتړ کوي. دغه ادعاوې اوس د ټرمپ د ادارې لخوا هم وشوې.

زیات بیا له دې خبرې ویرېږي چې اسلام اباد ښایي اوس د هغو ترهګرو سره زیاته مرسته وکړي چې د هند لپاره رزول شوي وه او اوس ترې په افغانستان کې کار واخلي.

د بارک اوباما د ادارې د ملي امنیت په شورا کې د جنوبي اسیا د پالیسې په څانګه کې یوه کارکونکې شمیلا چودري وايي ددې مسلې حلول اسانه نه دي.

دې وړاندې وویل له یوې خوا مونږ له پاکستان څخه غواړو چې له ترهګرو څخه لاس واخلي او له بلې خوا مونږ له هند څخه غواړو چې په افغانستان کې خپله ونډه زیاته کړي چې له دې کار سره به پاکستان په غوصه شي او له دې سره به په راتلونکې کې د امریکایانو هلې ځلې ټکنۍ شي.

په هر صورت په ۲۰۱۶ کې امریکا له هند سره داسې یو تړون لاسلیک کړ چې په ترڅ کې به یې هند د امریکا زیاتو پوځي ټکنالوژیو ته لاس رسی لري.

په ۲۰۰۸ کې د هند او امریکا سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېده او اوس کابو ۱۹ میلیاردو ته رسیږي.

دا لا څرګنده نه ده چې د ماټیس پدې سفر کې به ایا نوموړی له هند سره د وسلو د راکړې ورکړې نور تړونونه هم اعلان شي او که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG