لاس رسیدونکی لینک

امریکايي کمپني به ایف ١٦ جیټ جهازونه په هندوستان کې جوړوي


ایف ١٦ نومې جنگي جهازونه د امریکې لاک هیډ مارټن کمپني تیاروي

امریکايي کمپنۍ لاک هید مارټن منلې ده چې اف ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکې به د ټاټا اډوانس سیسټم په نامه له یوې هندي کمپنۍ سره په ګډه به هندوستان کې جوړوي.

دواړه کمپنیو دغه اعلان د دوشنبې په ورځ وکړ او زیاته یې کړه چې دغه جنګي الوتکې به د نوي نسل په ټکنالوژۍ باندې سمبال شي.

د هندوستان هوايي ځواک دامهال دغه الوتکې نه کاروي خو په هند کې ددوي جوړیدل به ددغې امریکايي الوتکو په ګټه وي او حتې دا به د ډاسالټ رافل په نامه د فرانسوي الوتکو سره هم سیالي وکړي.

هند په ۲۰۱۶ کال کې دا منلې وه چې د اته عشاریه نهو میلیاردو ډالرو په ارزښت د رافل ۳۵ الوتکې راونیسي.

په یاد قرارداد کې دا هم راغلي وه چې ډاسالټ کمپنۍ به ددغه قرارداد په نیمايي پیسو باندې به بیرته په هند کې پانګونه کوي.

یادې فرانسوي کمپنۍ پدې وروستیو کې ویلي وه چې له هندوستان سره پدې اړه خبرې کوي چې له دوي څخه ۵۰ نورې الوتکې هم وپلوري.

هند چې په شمال او لویدیځ کې له چین او پاکستان سره په پوله ستونزې لري د نړۍ هغه هیواد دي چې په دفاعي برخه کې په لوړه کچه وسلې او جنګي وسایل رانیسي.

هند د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت په خپل پوځي برخه کې ګڼ جنګي وسایل نوي کړیدي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هڅه کوي چې له بهر څخه د قیمتي وسایلو د واردولو پرځای د هیواد دفاعي سیستم په هیواد کې دننه په جوړیدونکو وسایلو باندې سمبال کړي.

د مودي حکومت په دفاعي سکټور کې په بهرنۍ پانګونې باندې محدودیت لګولی او هڅه کوي پدې برخه کې د کورنیو او بهرنیو کمپنیو ترمنځ د همکاریو او ګډ کار کولو بهیر ګړندی کړي.

دغه اعلان یوه اونۍ مخکې له دې وشو چې ټاکل شویده ښاغلی مودي به د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته راشي ځکه ټرمپ هغه څوک دی چې د هیواد په ټولو کمپنیو باندې یې فشار راوړی چې خپل ټول تولیدات د امریکا دننه جوړ کړي.

امریکايي کمپنۍ لاک هېد د ۱۹۷۸ میلادي کال راهیسې ۴۵۰۰ اف ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتکې جوړې کړیدي چې ۳۲۰۰ یې دامهال له پوځیانو سره دي.

له بلې خوا هندي کمپنۍ ټاټا ایډوانس سیسټمز چې د ټاټا سن یوه سب سایډي ده لا دمخه د بوینګ، ایربس او سیکروسکي په ګډون له یوشمیر نړیوالو کمپنیو سره په ګډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG