لاس رسیدونکی لینک

د هندوستاني سفارتکاري په گرفتارۍ د واشنگټن او نوي ډلي شخړه


د هندوستان خارجه وزیر سلمان خورشید ویلې نوي دلې دپاره د دیویاني سره شوی سلوک سنجیده معامله ده
نیویارک کې د هندوستان یوې سفارتکاري په گرفتارۍ او هغې سره د شوي سلوک په سر د واشنگټن او نوي دلې ترمنځ سفارتي شخړه راپورته شوې ده.
د دواړو هیوادونو ترمنځ تاؤتریخوالی چې د کومې سفارتکارې په سر راپورته شوی، هغه یو کم څلویښت کلنه دیویاني کهوبراگاډی ده چې نیویارک کې نائب کونسل جنرل وه.
هغه د زیارت په ورځ نیویارک کې په داسې وخت گرفتار شوه چې لور يي سکول ته بولته. په هغې الزام دی ویزې دپاره فارم کې يی د کور خدمت گارې ته د تنخا په هکله يي دروغ ویلې دي.
هندوستان کې په دې رپورټونو قهر راپاریدلی چې نیویارک کې دیویانې ته هتکړۍ اچولې شوې وې، بیا يي جامه تلاشي واخېستلی شوه او د څه لږ وخت د پاره د نشیانو سره په جیل کې واچلولی شوه. ورستو هغه د دوه نیم لکه ډالرو په ضمانت ازاده کړی شوه. دیویاني په هغې لگول شوي الزامات ردوي.
هندوستاني چارواکې دیویاني سره شوی سلوک د توهین او وحشت نه ډک گرځوي.
د هندوستان خارجه وزیر سلمان خورشید ویلې نوي دلې دپاره د دیویاني سره شوی سلوک سنجیده معامله ده.
سلمان خورشید وايي که په انساني کچه ورته وکتلی شي نو دا ډیره د خفگان خبره ده چې هندي سفارتکاره ددومره بې عزتۍ سره مخ کړی شوه چې د هند دپاره بالکل د قبولو وړ نه ده او په دې هکله ضروري کاروئي شورو کړی شوې ده.
ددیویاني سره شوي سلوک په جواب کې د هندوستان دداخله چارو وزیر سوشیل کمار شېنډی د نوي دلې په دوره د امریکائي کانگرس یوې ډلې سره د وړاندې نه ټاکلی شوی ملاقات منسوخ کړو. هم دغه رنگ د واک من کانگرس پارټۍ مشر راهول گاندهي او د حزب اختلاف مشر نرندره مودي هم د امریکائي کانگرس پنځه کسیزه ډلې سره خپل خپل لیده کاته منسوخ کړل.
نوي دلې امریکا کې میشته خپلو سفارتکارانو ته د هغه کارډونو بیرته امریکائي چارواکو ته د ورکولو امر کړی دی چې ترمخه يي هندوستاني سفارتکارانو ته کوربه هیواد کې استثنائي درجه ورکړی شوي وي. ددې ترڅنگ هندوستان په نور گامونو اخېستلو هم غور کوي.
امریکا وايي نیویارک پولیس د هندوستاني سفارتکارې د نیولو د پاره ټولې قانوني ضابطې پوره کړې وې.
د گل په ورځ د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې وویل په کوم الزام چې هندوستاني سفارتکاره نیولی شوې وه هغې کې د استثنائي درجې خلاف ورزي نه ده شوي.
امریکا کې سرکاري وکیلان وايي دیویاني خپلې خدمت گارې ته د ټاکلی شوي معیار نه کمه مزدوري ورکوله، چې د هغه رقم نه ٥٠٠ ډالره کمه ده چې هغه د ویزې د پاره خپل فارم کې لیکلې وو.
XS
SM
MD
LG