لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ مرسته کونکې هیوادونه دې یوازې کړی شي، د وزیراعظم مودي کانگرس ته وینا


د کانگرس گډې غونډې ته د لاسونو په پړکا کې تقریباً یو ساعت مهمه وینا کې مودي د پاکستان د نوم اخیستلو بغیر وویل ترهگرۍ ته به ماتی ورکول وي او ددې لپاره به امریکا او هند ته د روایتي طریقونه وړاندې تلل وي. نوموړي وویل ترهگرۍ ته ماتي ورکولو لپاره به هیوادونه له د ښه او بد ترهگر سوچ هم بدلول وي
د کانگرس گډې غونډې ته د لاسونو په پړکا کې تقریباً یو ساعت مهمه وینا کې مودي د پاکستان د نوم اخیستلو بغیر وویل ترهگرۍ ته به ماتی ورکول وي او ددې لپاره به امریکا او هند ته د روایتي طریقونه وړاندې تلل وي. نوموړي وویل ترهگرۍ ته ماتي ورکولو لپاره به هیوادونه له د ښه او بد ترهگر سوچ هم بدلول وي

د هندوستان وزیراعظم نریندره مودي د امریکا په کانگرس غږ کړی دی چې هغه هیوادونه په نړۍ کې یوازې کړي څوک چې د ترهگرۍ مرسته کوي. د کانگرس گډې غونډې ته د لاسونو په پړکا کې تقریباً یو ساعت مهمه وینا کې مودي د پاکستان د نوم اخیستلو بغیر وویل ترهگرۍ ته به ماتی ورکول وي او ددې لپاره به امریکا او هند ته د روایتي طریقونه وړاندې تلل وي. نوموړي وویل ترهگرۍ ته ماتي ورکولو لپاره به هیوادونه له د ښه او بد ترهگر سوچ هم بدلول وي.

هندي وزیراعظم د ممبۍ بریدونو په وخت د هندوستان سره د یوالي ښودلو په سر د کانگرس د کردار ستاینه وکړه.

د ټولو ترهگرو سوچ یو دی

نریندره مودي وویل ترهگر د هندوستان په گاونډ کې روزلی کیږي. ده وویل ترهگر که د طالبانو په نوم دي، که لښکر طیبه ده او د تند روه ډله داعش د ټولو سوچ، نفرت او وژنه ده. مودي وویل امریکا او هندوستان له د ترهگرۍ د مخ نیوي لپاره په گډه کار کول دي.

د هند او د افغانستان ملگرتیا

مودي د کانگرس په ودانۍ کې په دغه مهمه وینا کې د افغانستان ذکر ډیر په واضحه ټکو کې وکړو. ده وویل چې څه رنگ افغانان د خپل هیواد ترقۍ لپاره د امریکا د قربانو ستاینه کوي دغه رنگ هندوستان هم د افغانستان په ترقۍ کې خپل رول لوبه وي. ده د افغانانو لپاره د ویاړ من ټکی استعمال کړو. مودي ددې سفر نه وړاندې په افغانستان کې د سلما ډیم پرانسته هم کړې وه او ویلي يي وو چې د افغانانو سره به ټول عمري ملگرتیا کوي.

د امریکا او هندوستان اړیکي

نریندره مودي وویل د امریکا او هند دا وخت په نړۍ او سیمه کې په ډیرو موضوعاتو یورنگ نظر لري. مودي وویل دا اړیکي د روایتي دفاعي مد نه وړاندې تللي او د ژوند هرې برخې ته غزیدلې دي. هغه وویل دا اړیکي د ساینس، خلا او اقتصاد او په نورو مدونو خورې دي او دا تعلقات مخ په زیاتیدو دي چې گټه ترې د دواړو هیواونو اولس پورته کوي.

اسیا کې د امنیت غیریقیني حالات او د هندوستان کردار

د هندوستان وزیراعظم وویل د جنوب ایشیا په سیمه کې د یو هیواد برترۍ منلو ته تیار دی او د برابرۍ په بنیاد هندوستان د ټولو هیوادونو سره د ښه تعلقاتو خواهش لري. هغه وویل د کوم هیواد د یوازې کولو سوچ نه لري او سیمه ایزه اقتصادي همکارۍ ته وده ورکول غواړي. سیمه کې د امنیت په اړه هغه وویل د علاقې هیوادونه داسې ادارې نه لري چې د سکیورټي چیلنجونو مخه ونیولی شي.

د هند او امریکا د اړیکو اینده

نریندره مودي په خپل وینا کې وویل د امریکا او هند د اړیکو او گټه ورې همکارۍ د سفر بنیاد ایښودل شوی دی او دواړه د یو بل په ملگرتیا په نړۍ کې ډیر څه کولی شي. ده وویل مشکلات شاته پاتې دي او د ملگرتیا د وړاندې تگ دپاره حالات سازگار شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG