لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوانټانانو نه ٥ نور قیدیان ازاد کړی شول


د گوانټانامو نه یوراگوائی ته لیږلی پخواني قیدیان
د گوانټانامو نه یوراگوائی ته لیږلی پخواني قیدیان

د امریکې د گوانټانامو پوځي زندان نه د ترهگرۍ په شک کې نیول شوي پنځه نور قیدیان ازاد کړل او قزاقستان ته يي وسپارل.

د دفاع وزارت یا پینټگان ویلي ازاد کړی شوي درې یمنیان او دوه د تیونس شهریان د نهې په سه شنبې په ورځ قزاقستان حواله کړی شول.

دغه پاکستان کې دالقاعده یا د نورو وسله والو ډلو سره د تعلق په شک کې پاکستان کې نیول شوي وو.

ازاد کړی شوي پنځه واړه کسانو ١١ کاله د امریکې په قید کې تیر کړل خو د هیڅ څه جرم الزام پرې نه وو لگول شوی او د ازادۍ دپاره يي منظورې څو کاله وړاندې شوي وه.

سږ کال گوانټانامو نه ٢٨ قیدیان ازاد کړی شوي دي چې زاندان تړلو په لړ کې د صدر براک اوباما بیا تازه شوي اراده په گوته کوي.

د صدر اوباما د حکومت په دویم دور کې دوه کاله موده پاتې ده. ددې میاشت په شورو کې يي ویلي وو د گوانټانامو بندولو دپاره خپل وس کې هر کوشش کوي.

گوانټانامو کې دا وخت ١٢٧ قیدیان پراته دي چې زیاتره کې د یمن سره تعلق لري.

ددې نه وړاندې سږ کال گوانټانامو نه ازاد کړی شوي قیدیان یوراگوائې، سلواکیا او جارجیا ته لیږل شوي دي. دا وړمبی ځل دی چې د گوانټانامو نه ازاد کړی شوي لکه د قزاقستان په رنگ د مسلمانانو اکثریت هیواد ته لیږل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG