د امریکې پوځي زندان گوانټانامو بی کیوبا نه شپږ قیدیان یوراگوائی ته لیږلی شوي دي.
د امریکې ددفاع وزارت پینټگان د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي گوانټانامو نه ازاد کړی شوي قیدیانو کې څلور د شام، دوه د تیونس او یو فلسطیني شهري شامل دی.
شپږ واړه کسان به یوراگوائی کې د مهاجرینو په توگه ابادول کیږي.
شپږواړه کسان القاعده سره د تعلق په شک کې نیول شوي وو خو پرې کوم جرم ثابت نشو.
گوانټانامو نه جنوبي امریکې ته لیږل کیدونکې دغه د پخواني قیدیانو وړمبۍ ډله ده.
دا وخت گوانټانامو کې ١٣٦ کسان بندیوان دي چې کال ٢٠٠٢ کې د پرانستل کیدو ورسته زندان کې دا د قیدیانو تر ټولو کمه شمیره ده.
صدر براک اوباما د تیرو شپږو کلونو راهسې وايي چې د گوانټانامو زندان به بندوي ځکه چې ددې د لاسه په نړي واله کچه کې د امریکې تاثر ته نقصان رسیدلی دی. براک اوباما په خپله ژمنه کې کانگرس لخوا د خنډانو په وجه نه دی کامیاب شوی.