لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د گوانټانامو زندان نه ١٠ قیدیان ازاد کړی شوې دي


د گوانټانامو د قیدیانو یو پخوانی تصویر چې پکې دوې لمانځه ته ولاړ لیدل کیږي
د گوانټانامو د قیدیانو یو پخوانی تصویر چې پکې دوې لمانځه ته ولاړ لیدل کیږي

امریکې د گوانټانامو بی، کیوبا، عسکري زندان څخه ١٠ قیدیان ازاد کړي او عمان ته يي لیږلې دي. عمان ویلي ازاد کړی شوو قیدیانو ته يي په هیواد کې د پاتې کیدو اجازت ورکړی دی.

د ازاد شوو قیدیانو نومونه او شهریت نه دی څرگند کړی شوی.

په کال ٢٠٠٩ کې د واک ترلاسه کولو په وخت د امریکې موجوده صدر براک اوباما د گوانټانامو زندان د تړلو لوظ کړی و. د هغه دریځ و چې دغه زندان د امریکې د اصول او د قانون پسندۍ د اقدارو پرضد دی او په نتیجه کې يي د امریکې مخالفت راپاریږي.

په هیواد کې د سخت سیاسي مخالفت په وړاندې براک اوباما د گوانټانامو زندان په تړلو کې د ناکامۍ سره مخامخ و.

د امریکې نوی منتخب صدر د ریپبلیکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ به د جنورۍ د میاشت په ٢٠ مه نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کوي.

څیړونکې وايي داسې ښکاري چې صدر اوباما به د هغه دور حکومت د ختمیدو نه په وړاندې وخت کې د گوانټانامو نور قیدیان هم ازاد کړي. خو تیره هفته د دفاع وزیر ایش کارټر ویلي وو د نورو زندانیانو د ازادیدو امکان نشته.

په خپل انتخابي مهم کې ډانلډ ټرمپ ویلي وو پرځای د بندولو هغه په گوانټانامو د نورو خرابو خلکو نه ډک کړي.

په کال ٢٠٠١ کې د ترهگر حملو ورسته امریکې د مشکوک ترهگرو د بندي ساتلو دپاره په گوانټانامو ټاپو کې زندان قایم کړو او هلته د زیاتره نیول شوو قیدیانو تعلق د القاعده، طالبانو او نورو تندروه ډلو سره و.

په یو وخت کې په گوانټانامو کې ٧٧٩ قیدیان وو خو کله چې د ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لرونکي صدر براک اوباما حکومت ترلاسه کړو نو په هغه مهال د گوانټانامو د قیدیانو ابادي ٥٠٠ ته راکمه شوي وه.

د صدر براک اوباما په وخت کې د گوانټانامو د قیدیانو شمیره لا نوره هم کمه کړی شوه، ځیني قیدیان خپلو خپلو ملکونو ته ولیږلی شول، ځینې دریمو هیوادونو ته هلته د ابادیدو دپاره واستول شول او ځینې بغیر د څه مقدمو ازاد کړی شول. دا وخت په گوانټانامو کې د ٥٠ نه کم قیدیان پراته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG