لاس رسیدونکی لینک

رپورټ: د این ایس ای د جرمني په اینگیله مرکېل جاسوسي


ډر شپیگل ویلي اینگیله مرکیل باندې د این ایس ای د جاسوسۍ په هکله معلومات د هغه دستاویزاتو برخه ده چې د این ایس ای پخواني کارکن ایډورډ سنوډن افشا کړې دي. ایډورډ سوډن او روس کې سیاسي پناه اخیستې ده
د جرمني یوې مجلې خپل رپورټ کې د امریکې د جاسوسۍ ادارې نیشنل سکیورټي ایجنسي د جرمن چانسلرې اینگیله مرکېل باندې د جاسوسۍ په هکله تفصیل شائع کړی چې وايي این ایس ای په اینگیله مرکېل ٣٠٠ دستاویزات ساتلې وو.
ډر شپیگل نومې مجلې ویلي خفیه فائلونو کې د نورو هیوادونو په مشرانو هم معلومات ساتل شوي وو چې پکې پیرو، صومالیه، بیلاروس او ځېنې نور ملکونه شامل دي.
ډر شپیگل نه دي ویلي چې اینگیله مرکیل په هکله خفیه دستاوزیراتو کې څه قسم معلومات پراته وو. نوي معلومات د جرمني او امریکا په تعلقاتو کې بیا تاو تریخوالی راپیدا کولی شي. ددې نه وړاندې این ایس ای د اینگیله مرکیل د ټیلې فون ریکارډ ساتلو په هکله رپورټونه مخ ته راغلې وو.
ډر شپیگل ویلي د اینگیله مرکیل باندې د این ایس ای د جاسوسۍ په هکله معلومات د هغه دستاویزاتو برخه ده چې د این ایس ای پخواني کارکن ایډورډ سنوډن افشا کړې دي. ایډورډ سوډن او روس کې سیاسي پناه اخیستې ده.
ډر شپیگل ویلي د برطانيي د جاسوسۍ یوه اداره د جرمني انټرنیټ کمپنو ته ور دننوتې ده.
د اکتوبر په میاشت کې برسلز، بیلجیئم، کې د سر مشرانو یوې غونډې په مهال اینگیله مرکیل ویلي صدر براک اوباما ته يي دا خبره واضحه کړې چې په اتحادیانو جاسوسي کول د قبلولو وړ کار نه دی. د هغې د وینا نه وړاندې دا الزامات راغلې وو این ایس ای د موبائیل ټیلې فونونو څارنه کړې وه.
XS
SM
MD
LG