لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړي واله کچه د انسانانو په ازادۍ قدغنونو کې اضافه شوي


ترکمنستان، غربي سهاره، سینټرل افریکن ریپبلک، سوډان، ایکویټوریل گني او سعودي عرب هم په خرابو هیوادونو کې شامل وو
ترکمنستان، غربي سهاره، سینټرل افریکن ریپبلک، سوډان، ایکویټوریل گني او سعودي عرب هم په خرابو هیوادونو کې شامل وو

د امرانه حکومتونو له خوا ولسو د زورولو اقداماتو، د ترهگرۍ په حملو کې زیات والي او په عالمې کچه خراب اقتصادي صورتحال د بشري ازادۍ ساهه تنگه کړې ده.

دا خبره په امریکا کې میشته د انساني حقوقو تنظیم فریډم هاوس د شورو، چارشنبې، په ورځ شائع شوي خپل تازه رپورټ کې کړې ده. رپورټ وايي په کال ٢٠١٥ کې پرله پسې په تیرو لسو کلونو کې د بشري ازادۍ صورتحال خراب شوی دی.

فریډم هاوس وايي په ١٩٥ هیوادونو کې يي د ازادۍ د صورتحال جاج اخیستی دی چې په ٥٠ هیوادونو کې ازادي بیخي نه وه او ٥٩ هیوادونه په جزوي توگه ازاد وو. شام، د چین خپلواکه سیمه تبت، صومالیه، شمالي کوریا، ازبکستان او ایریټریا د هغه هیوادونو کې فهرست کې شامل دي چرته چې حالات تر ټولو زیات خراب وو.

ترکمنستان، غربي سهاره، سینټرل افریکن ریپبلک، سوډان، ایکویټوریل گني او سعودي عرب هم په خرابو هیوادونو کې شامل وو.

فریډم هاوس وايي په یورپ کې جمهوري هیوادونو هم د شهري ازادیو چقولو په هکله اقدمات پورته کړې دي چې د ترهگرۍ زیاتیدونکو حملو او د جنگ ځپلې هیوادونو نه د مهاجرینو ورتگ سره مخامخ دي.

د فریډم هاوس ترمخه، روس او چین د سماجي گډوډۍ د ویرې له کبله د مخالفینو خلاف سخت اقدامات پورته کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG