د امریکې د فلوریډا ریاست د اورلینډو ښار په یو نایټ کلب کې مسلح حمله کونکې ناتاره ډزې وکړې او مامورین وايي پیښه کې شا او خوا ٥٠ کسان ووژل شو او ٥٣ نور زخمیان شول. د مشکوک حمله کونکې شناخت د عمر صدیقي متین په نوم شوی دی.
حمله کونکی د پولیسو په جوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د قانون نافذ کونکو ادارو چارواکو په کلب حمله د ترهگرۍ پیښه ټاکلې ده او مطبوعات وايي دا د هیواد په تاریخ کې د ماس شوټنگ یا د قتل عام بدترینه واقعه ده.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، عمرصدیقي متین هم د فلوریډا ریاست اوسیدونکی او په خټه افغان امریکائي شهري دی. د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي او پولیس مامورینو په رسمي توگه د حمله کونکې د شناخت تصدیق نه دی کړی.
د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ترجمان ډیني بینکس یوې خبري غونډې ته وویل مامورین په کلب کې د ډزو ددې واقعې تحقیقات د ترهگرۍ د پیښې په توگه کوي.
هغه وویل چارواکې دې خبرې ته هم کتنه کوي چې ایا دا یوازې د یو کس کار و او که چرې د کور دننه او یا په نړي واله کچه پکې د ترهگرۍ لاس دی.
د عیني شاهدینو ترمخه په کلب کې شا او خوا ١٠٠ کسان موجود و چې ډزې پیل شوې. په ودانۍ کې موجود خلکو د کلب په ورستۍ برخه کې د دروازې دلارې بهر وتل پیل کړل.
عیني شاهدینو وویل په کلب کې د ډزو پیل کیدو سره سم موسیقي ودریده او تر د ٥٠ ؤ پورې ډزې واوریدلی شوې.
په کلب کې د ډزو د پیښې نه وړاندې د جمعې په شپه هم په اورلینډو کې ٢٢ کلنه سندرې غاړې کرسټینا گریمي هغې د کنسرټ نه ورسته ووژل شوه. په سندرې غاړې حمله کونکې کس بیا خپل ځان خپله هم ووژلو.