لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته راتلونکو الوتکو او مسافرو امنیتي څار به سوا کیږي


امریکا په خپلو هوايي اډو (ډګرونو) کې په ټولو بهرنیو الوتنو باندې امنیتي څار زیات کړیدی خو لا يې په لاسي بکس کې د لیپ ټاپ کمپیوټر په لیږدولو باندې بندیز نه دی غځولی.

مسافر به اوس تر پخوا زیات په کلکه تالاشي کیږي، سکرین کیږي او برقي وسایل به یې له نږدې کتل کیږي.

همدارنګه د الوتکو او ټرمینلونو ګیر چاپیره به کلک امنیت نیول کیږي او په امنیتي چارو کې به له روزل شوو سپیانو هم کار اخیستل کیږي.

دغه روزل شوي سپي کولای شي د بوی کولو له لیارې بمونه او کیمیاوي توکي وپیژني.

د امریکا د کورنیو چارو وزیر جان کیلي د چهارشنبې په ورځ وویلي دغه نوي امنیتي تدابیر به د راتلونکو څو میاشتو په موده کې عملي شي.

٫٫ زمونږ دوښمنان تل پدې هڅه کې وي چې چاودیدونکي توکي انتقال کړي، د هیواد دننه کسان وګماري او الوتکې وتښتوي. ما د هوايي چلند د خوندیتوب لپاره له ټولو اړونده چارواکو سره خبرې کړي. زه له خپلو نړیوالو ملګرو سره هم وغږیدم او هم د شخصي سکتور له وګړو سره.

زه ترې دا نتیجه اخلم چې اوس وخت راغلی چې باید د هوايي چلند په برخه کې په نړیواله توګه امنیتي معیار پورته کړی شي.٬٬

د اوس مهال لپاره پدغه نوي امنیتي پلان کې په لاسي بکسونو کې د لیپ ټاپ کمپیوټرو په وړو راوړو باندې بندیز نه دی غځول شوی.

په تیره کې د افریقا او د منځني ختیځ له اتو هېوادونو نه امریکا ته په راتلونکو مسافرو باندې ځان سره د الوتکې دننه کابین ته د لیپ ټاپ په دننه کولو باندې بندیز لګېدلی وه.

دغه بندیز له هغو راپورونو وروسته په مارچ کې لګېدلی وه چې ګنې داعش د لیپ ټاپ او نورو برقي وسایلو دننه د بمونو د ځای پرځای کولو هڅه کوله.

د متحده ایالاتو چارواکو هغه مهال غوښتل چې یاد بندیز په هغو الوتنو باندې هم ولګوي چې د اروپا نه امریکا ته کیږي خو ځینو هوايي شرکتونو ورسره وه نه منله.

لیپ ټاپ او یوشمیر نور برقي وسایل د سوداګرو او کاروباري خلکو لپاره اړین توکي ګڼل کیږي. خبر زیاتوي چې نوي امنیتي ګامونه به د ۱۰۵ هیوادونو په ۲۸۰ هوايي ډګرونو کې واخیستل شي.

له دغو هیوادونو نه تقریبا ۳۲۵۰۰۰ کسان روزانه امریکا ته راځي.

بهرنیو هوايي شرکتونو ته ۱۲۰ ورځې وخت ورکړل شوي چې د نویو امنیتي ګامونو سره ځان برابر کړي او ۲۱ ورځې وخت لري چې د برقي سامانونو د سکرین کولو بهیر ګړندی کړي.

راپور دا هم وايي هر هغه شرکت یا هیواد چې ددغو نویو اقداماتو په عملي کولو کې پاتې راشي نو پر الوتنو به یې امنیتي بندیزونه نور هم زیات شي او ښايي جرمانه هم شي.

خبر زیاتوي وروستی کار به دا وي چې دداسې هیوادونو الوتکې به په امریکايي هوايي ډګرونو کې کښیناستلو ته پرې نه ښودل شی او بیرته خپلو هیوادونو ته وشړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG