لاس رسیدونکی لینک

د امریکې فرگسن ښار پولیس افسر استعفا ورکړه


په عین حال کې فرگسن کې احتجاجونه جاري وو

د امریکې د میزوري ریاست فرگسن ښار پولیس افسر ډیرن ویلسن د خپلې دندې نه استعفا ورکړې ده. ډیرن ویلسن د یو افریقائي امریکنی هلک په وژنه کې ککړ وو او د ١٨ کلن هلک د وژل کیدو ورسته ښار کې اړی گړی شورو شوی وو.

د ډیرن ویلسن وکیل ویلي د هغه استعفا په سمدستي توگه عملي شوي ده. اگست کې د ١٨ کلن مائیکل براؤن د وژلو ورسته ویلسن په رخصتۍ وو.

تیره هفته د منصفانو شورا یا گرینډ جیوري په ډیرن ویلسن د څه جرم مقدمه د نه چلولو فیصله وکړه.

څه رنگ چې د مائیکل براؤن د وژنې ورسته فرگسن کې احتجاجونه شورو شوې وو هم هغه رنگ د جیوري د فیصلې خلاف هم مظاهرې راوپاریدلې. ډیرن ویلسن سپین پوستکی دی او مائیکل براؤن تورپوستکی یا افریقائي امریکنی دی.

مائیکل براؤن کورنۍ او پلویان گڼي چې گنې براؤن د نسل په بنیاد په نخښه کړی شوی دی او طمعه يي وه چې جیوري په ډیرن ویلسن د مقدمه چلولو فیصله کوي.

سینټ لیوس پوسټ ډسپیچ ورځپاڼې د ډیرن ویلسن د استعفا خط شائع کړی دی. هغه ویلي د ښار په پولیس کې د هغه موجودگي به نور پولیس افسران او د فرگسن اوسیدونکې د خطر سره مخ کړي. هغه امید څرگند کړو چې د هغه استعفا به په ښار لگیدلی پرهر سم کړي.

په عین حال کې فرگسن کې احتجاجونه جاري وو.

XS
SM
MD
LG