لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې (اف بي آی) د مشر د ګوښه کیدو په اړه غبرګونونه


د ایف بي ايی پخوانی مشر جیمز کومي په کانگرس د یوې اورونې په مهال
د ایف بي ايی پخوانی مشر جیمز کومي په کانگرس د یوې اورونې په مهال

د متحده ایالاتو ولسمشر ډنالډ ټرمپ د خپل هغه اقدام دفاع وکړه چې د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې یا اف بي آی مشر جیمز کومي یې له دندې ګوښه کړی وه.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د کومي پرځای به داسې کس راشي څوک چې به تر هغه په غوره توګه دنده ترسره کړي او یوځل بیا به ورسره د یادې ادارې روحیه او پرستیج بیرته پرځای شي.

د کومي په ګوښه کیدو باندې انتقاد کونکي وايي چې له دغه کار سره د نومبر په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د پلټنو په اړه پوښتنې راپورته شوي.

ډیموکراټو وکیلانو چې مشري یې په سنا کې د لږکیو د مشر چک شمر پواسطه کیږي په قهرجنه توګه وویل چې کومي ددې لپاره ګوښه شوی ترڅو د روسیې او د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د غړو ترمنځ د اړیکو په اړه روانې پلټنې کمزوره شي.

غږ

(مونږ پدې پوهیږو چې زمونږ ولسي جرګه په ټاکنو کې د ټرمپ په پلوي د روسیې د لاسوهنو په اړه پلټنې کوي. مونږ پدې پوهیږو چې زمونږ سنا هم په همدې اړه پلټنې کوي. مونږ پوهیږو چې اف بي آی پدې برخه کې پلټنې کوي چې له روسانو سره د ټرمپ کمپاین څه ډول اړیکې درلودې. دا ډیره جدي خبره ده ایا ددغو پلټنو پایلې د ټرمپ تر کوره رسېدلې وې؟)

نوموړي د امریکا د عدلیې له وزارت څخه وغوښتل چې یو ځانګړی څارنوال دې وټاکي تر څو د ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ د ادعا شویو اړیکو په اړه روانو پلټنو ته دوام ورکړي.

یوشمیر جمهوري غوښتونکی وکیلان هم له دندې د کومي په ګوښه کیدو کې باندې ټرمپ ته په غوصه او خفه دي.

کومي د کلیفورنیا په لاس انجلس کې د ایف بي آی مامورینو ته خبرې کولې چې په تلویزیونو باندې د هغه د ګوښه کیدو خبر خپور شو.

نوموړی بیا د یو کتار موټرو په بدرګه کولو سره هوايي ډګر ته ورسول شو تر څو بیرته واشنګټن ته راشي.

د امریکا په کانګرس کې ځینو ډیموکراټانو د ټرمپ دغه ډول اقداماتو ته د نکسونین نوم ورکړ چې هدف یې د امریکا د پخواني ولسمشر ریچاړډ نیکسن د دریځ یادونه وه.

ریچارډ نیکسن هم د خپل واک پرمهال ټول هغه چارواکي له دندو ګوښه کړي وه چاچې دده په وړاندې پهق ۱۹۷۰ لسیزې کې د واټرګیټ په قضیه کې پلټنې کولې.

ډنالډ ټرمپ هم کومي ته په یوه لیک کې د سې شنبې په ورځ لیکلي وه چې همدا اوس له دندې ګوښه یې او باید دفتر پرېږدې.

ټرمپ زیاته کړې وه چې کومي دا وړتیا نه لري چې دغه اداره په سمه توګه رهبري کړي.

د اف بي آی ادارې مشرتوب لپاره لس کلنه کاري دوره وي او کومي څلور کاله دمخه پدغې دندې ګمارل شوی وه.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG