لاس رسیدونکی لینک

امریکا او یورپ په روس نورې اقتصادي او سفري پابندۍ لگولې


امریکا او یورپین یونین یوکرین کې د لاس وهنې په سر د روس خلاف نورې پابندۍ اعلان کړې دي چې پکې ځېنې روسي اساسې منجمد کړی شوي دي او په لوړ رتبه روسي چارواکو د ویزو بندیزونه لگول ‍شوي. د بندیزونو ښکار ځېنې چارواکو کې د روس صدر ودلادیمیر پوټن نزدې همکاران شامل دي
امریکا او یورپین یونین یوکرین کې د لاس وهنې په سر د روس خلاف نورې پابندۍ اعلان کړې دي چې پکې ځېنې روسي اساسې منجمد کړی شوي دي او په لوړ رتبه روسي چارواکو د ویزو بندیزونه لگول ‍شوي. د بندیزونو ښکار ځېنې چارواکو کې د روس صدر ودلادیمیر پوټن نزدې همکاران شامل دي.
د روس نائب وزیراعظم دمتري کوزاک او د روسي ځواکونو مشر جنرل ویلري گیراسیمو د امریکائي او یورپین یونین د بندیزونو په فهرست کې شامل لوړ رتبه پوځي او حکومتي مامورین دي.
د امریکې لخوا چې په کومو نورو اووه چارواکو او ١٧ کمپنو پابندۍ پکې د صدر پوټن د کرائیمیه استازی، د صدر پوټن په تحفظ مامور ادارې مشر او د روس تر ټولو لوې د حکومت د تیلو کمپنۍ مشر شامل دي. ددې کسانو اساسې منجمد کړی شوي او یا پې د ویزې پابندۍ لگول شوي دي.
روس ویلي پابندو ته به دردناک جواب ورکوي.
صدر براک اوباما د گل په ورځ د ایشیا د سفر په مهال ویلې د بندیزونو مقصد روسي صدر ولادیمیر پوټن په شخصي توگه په نخښه کول نه دي بلکه هغه په دې مجبورول دي چې یوکرین د مسلې سفارتي حل راویستلو ته تیار شي
جاپان هم ویلي د یوکرین د خپلواکۍ خلاف ورزي کولو په سر به د روس ٢٣ وگړو ته ویزې نه ورکوي. د ویزې د پابندۍ ښکار کسانو نومونه نه دي څرگند کړی شوي.
بلخوا د امریکې دفاع وزارت یا پینټگان ویلي روسي دفاع وزیر سرگی شویگو امریکې دفاع وزیر چک هیگل ته یقین ورکړی چې روسي ځواکونه به په یوکرین یرغل نه کوي. د دفاع دواړو وزیرانو د گل په ورځ په ټیلې فون خبرې کړې دي او چک هیگل ترې وضاحت غوښتی وو.
د پینټگان ترجمان ویلي چک هیگل په دې خبره زور واچو چې یوکرین کې حالات ډیر خطرناک دي او کییو په خپله خاوره د قانون نافظ کولو حق لري.
چک هیگل یوکرین کې د روس پلوه وسله والو په ولکه کې د یورپې مبصرینو ازادولو په لړ کې روس نه د مرستې غوښتنه هم وکړه. مبصرین هغه بیلتون خوښو نیولې چې د یوکرین ختځې او جنوبي برخې بیلول غواړي.
ختیځ او جنوبي یوکرین کې په ١١ ښارونو کې حکومتي ودانۍ باغیانو نیولې دي.
روس پلوه باغیان غوښتنه کوي چې په دغه سیمو کې دې هم لکه د کرائیمیه ریفرنډم یا رائې پوښتنه وکړي شي چې د سېمې روسي ژبه ویونکې روس سره د الحاق یا یوکرین کې د پاتې کیدو په حق کې دي.
کرائیمیه کې د روس په حق کې د لانجمن ریفرنډم ورسته سیمه روس کې شامله کړې شوي ده. امریکائي او یورپي حکومتونه وايي یوکرین کې حالات روس راپارولې دي.
XS
SM
MD
LG