لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام آباد کې ډېنېل پرل نړیوالې موسېقۍ کنسرټ تر سره شوی


Daniel Pearl Music Day 02
Daniel Pearl Music Day 02

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت او د پاکستان اولسي موسېقۍ سوساېټۍ په ګډه د موسېقۍ یو خوندور مجلس شویدی. دغه کنسرټ یا مجلس د ډېنېل پرل نړیوالې موسېقۍ ورځ په مناسبت لمانځل شوی او مقصد ېي نړۍ ته د د موسېقۍ د لاری د امن روایات رسول دي.

د اسلام آباد په لوک ورثه مېوزېم کې شوي دغه خوندوره دستوره کې د پاکستان د موسېقۍ څلورو پېژندلو ګروپورنو یا ډلو برښه اخستې ده. په دغه کنسرټ کې د پاکستان د پېژندلو ادبي پوهانو تر څنګ نزدی ۵۰۰ مېنه والو برخه هم اغستی ده.

د موسېقۍ دغه کنسرټ یا پروګرام هر کال د امرېکې د وال سټرېټ جنرل ورځ پانړی د وژل شوی خبریال ډېنېل پرل په یاد کې لمانځل کېږي. چې مقصد ېي د موسېقۍ په ژبه نړۍ ته د زغم او خواخوګۍ پېغام ورکول دي. د کال ۲۰۰۲م راهسې دغه تنظېم لخوا د نړۍ په ۱۲۹ هیوادونو کې د ۱۱۰۰۰ نه سوا پروګرامونه شویدي. په اسلام آباد کې د امریکاېي سفارت ناېب کلتوري اتاشي جېمز کاروېن پدغه محال په وینا کې وېلي د دغې کنسرټ مقصد د موسېقۍ په لار د زغم او د نورو خلکو د احترام سبق ښودل دي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په پاکستان کې د موسېقۍ د پروګرامونو د ودی لپاره یو ملېن ډالرو نه سوا مرسته اعلان کړیده. د دغې تر مخه هر کال ګڼ شمیر پاکستاني هنر مندان د یو خصوصي پروګرام د لاری د امریکا سفر کوي او په امریکا او د نړۍ په نورو هیوادونو کې خپله موسېقي خلکو ته وړاندی کوي.

ډېنېل پرل د وال سټرېټ جنرل سره کار کونکې امریکاېي خبریال وو چې په کال ۲۰۰۲م کې د ترهګرو لخوا د تښتول شوی وو او وروستو بیا د ترهګرې ډلې القاعده غړي خالد شېخ محمد وژلې وو. د خپل مرګ په وخت ډېنېل پرل په هند کې د وال سټرېټ جرنل بېورو چېف وو او د یو خبر د معلوماتو لپاره د پاکستان په سفر تللې وو.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG