لاس رسیدونکی لینک

امریکائي سفیره: ایبولا مرض زیاتې توجه ته اړتیا لري


سمینته پاور د گني یو جومات کې د ایبولا ښکار داسې کس سره ویني چې مرض يي لرې شوی دی

ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیره چې دا مهال د ایبولا ځپلو هیوادونو په سفر ده ویلي نړي واله ټولنې ته پکار دي چې ددې مرض د مخنیوي کوششونو ته زیات پام وگرځوي.

د گل په ورځ په ټیویټر خپل پیغام کې سمینته پاور وویل د ایبولا مخنیوي دپاره په پراخه کچه د وسائلو ضرورت دی او د انسانانو ژوند بچ کولو دپاره ډیر بنیادي وسائل پکار دي.

سمینته پاور په ټویټر خپل پیغام گني کې د ورځ تیرولو ورسته لگولی وو. هغه دا هفته د غربي افریقائي هیوادونو په سفر ده چې پکې لائبیریا او سیرالیون هم شامل دي.

غربي افریقا کې د ایبولا دلاسه تر دا وخت شا او خوا ٥٠٠٠ کسانو ژوند دلاسه ورکړی دی.

میرمن پاور گني کې د هغه خلکو د کوششونو ستائنه وکړه چې د ایبولا د مریضانو تداوی کوي، خلکو ته د مرض په هکله معلومات ورکوي او د علاج دپاره سهولتونه برابروي. په دغه کوششونو کې د امدادي ډاکټرانو نړي واله اداره ډاکټرز وداؤټ بارډرز او د امریکې سینټرز فار ډزیز کنټرول اینډ پریوینشن شامل دي.

د اتوار په ورځ میرمن پاور د ویډیو کانفرنس دلارې د صدر براک اوباما د اولسې صحت په هکله صلاحکارانو سره غونډه کې برخه واخیسته. وائټ هاوس وویل غونډه کې د هیواد دننه د ایبولا مخنیوي دپاره د مناسب گامونو اخیستلو په موضوع خبرې اترې وشوې.

دغونډې نه وړاندې نیویارک، نیوجرزي او الینائي ریاستونو د احتیاطي تدبیر په لړ کې د امریکې د صحت هغه کارکونکې په څارنه کې د ساتلو فیصله وکړه چې د ایبولا مریضانو سره پاتې شوې وې. دغه کارکونکې به د ٢١ ورځو دپاره په کوارنټین کې ساتلی کیږي چې دا یقیني کړې چې د ایبولا ښکار شوي خو نه دي.

XS
SM
MD
LG